پداسې حال کې چې د لبنان نوی ولسمشر جوزف عون د حزب الله ملاتړی نه دی، د هغه لخوا د لومړي وزیر په توګه ټاکل شوی نواف سلام ټینګار کوي چې په هیواد کې یوازې دولتي ځواکونه د وسلو د لرلو حق لري.
جوزف عون د لبنان د ولسمشر په توګه ټاکل کیدل او د لومړي وزیر په توګه د نواف سلام غوره کول، د شیعه وسله والې ډلې حزب الله د کمزوري کیدونکي ځواک ښکارندويي کوي، کوم چې د ډیرې اوږدې مودې راهیسې په هیواد کې د ټولنې او سیاست په برخه کې لوی نفوذ درلود.
دا پرمختګونه په داسې وخت کې رامنځته کیږي چې ایران پلوی حزب الله د یو وجودي بحران سره مخ دی، وروسته له دې چې د دې ډلې اوږد مهاله مشر حسن نصرالله د اسرائیلو له خوا ووژل شو ، د دې ډلې زرګونه غړي د روحیه ماتوونکو بریدونو هدف وګرځیدل.
د جوزف عون ټاکنه
د عون ټاکنه هغه مقام ډک کړ چې د ۲۰۲۲ راهیسې د پارلماني اختلافاتو له امله تش پاتې و او وښودله چې د هیواد مخکښې سیاسي څیرې د لوی خیر لپاره د قوانینو د نرمولو لیوالتیا لري.
د لبنان د اساسي قانون له مخې د پوځ قوماندان د ولسمشر کیدو اجازه نه لري، خو د مدیترانې د دې هیواد سیاسي کړیو د عون وړتیا تر پوښتنې لاندې رانه وسته. د لبنان د تاریخ او مذهبي فرقو متخصصه توبا یلدز وايي، دا وضعیت "د لوی خیر په خاطر" په چوپه خوله ومنل شو.
نوی ولسمشر، چې له ۲۰۱۷ راهیسې یې د هیواد ویشل شوی رسمي وسله وال ځواکونه اداره کول، د امریکا او فرانسې - د لبنان د پخوانیو استعماري ځواکونو - او همدارنګه د سعودي عربستان سره ښې اړیکې لري.
عون د لبنان د فرقه يي سیاسي نظام له مخې د خپلو مخکینیو په څیر یو ماروني عیسوي دی. خو د یلدز په وینا، عون له خپلو مخکینیو څخه د پام وړ توپیرونه لري.
له حزب الله سره واټن
د عون له حزب الله او د هغه له متحدینو څخه لرې والی، هغه له هغو ولسمشرانو څخه بیلوي چې د هغه مخکیني میشل عون په څیر له شیعه ډلې او د سوریې له راپرځول شوي مشر بشار اسد رژیم سره ژورې اړیکې درلودې. په دې منځ کې، جوزف عون او میشل عون سره له دې چې یو شان تخلص لري، خو خپلوي نه لري.
د یلدز په وینا، د اسد رژیم - د ایران او حزب الله د وفادار متحد - راپرځیدل، د پوځ د قوماندان په دې لوړ مقام کې په ټاکل کیدو کې اغیزمن و.
یلدز TRT World ته وویل، "په لبنان کې د کورنۍ جګړې راهیسې ډیری ټاکل شوي ولسمشران د بعث رژیم تر اغیزو لاندې د سوریې په منظورۍ ټاکل شوي وو."
مذهبي سیاست او د نواف سلام رول
د حزب الله د ملاتړي ماروني سیاسي څیره سلیمان فرنجیه په وروستۍ شیبه کې له نوماندۍ څخه تیر شو او د جوزف عون ملاتړ یې اعلان کړ.
د یلدز په وینا، دا حالت د ولسمشریزو ټاکنو کې د حزب الله کمزوری کیدونکی نفوذ څرګندوي. یلدز وايي چې د حزب الله ملاتړي وکیلان د ټاکنو په لومړي پړاو کې ګډون ونه کړ ترڅو وښيي چې عون د دوی د ډلو ملاتړ ته اړتیا لري، خو په دویم پړاو کې یې عون ته رایه ورکړه.
یلدز زیاتوي، "حزب الله پوه شو چې د سیاسي واقعیتونو له امله به د جوزف عون د ټاکل کیدو د مخنیوي هڅې بې پایلې وي."
ګونچه تضمیني، یو ایراني-کاناډايي سیاسي شنونکی، د عون ټاکل کیدل د ایران په مشرۍ د مقاومت محور د "کمزوري کیدونکي نفوذ" نښه ګڼي.
حزب الله، د سوریې راپرځول شوی د اسد رژیم، په عراق کې شیعه ډلې، په یمن کې حوثیان او حماس د دې مقاومت جبهې برخې دي.
تضمیني TRT World ته وايي، "دې ډلې چې له شلو کلونو راهیسې په لبناني سیاست کې غالب و، د اسرائیلو سره په ۱۴ میاشتني جګړه کې جدي تلفات ورکړل: د لوړ پوړو غړو مړینه او د متحد اسد کمزوري کیدل چې د ایران وسلو لیږد یې اسانه کاوه."
مذهبي سیاست
سره له دې چې عون حقیقي سیاسي تجربه نه لري، یلدز فکر کوي چې دا حالت کیدای شي هم د ده او هم د هیواد لپاره یوه ګټه وي. ځکه چې عون په پارلمان کې له هیڅ یوې ډلې سره چې له ډیر وخت راهیسې په مذهبي کرښو ویشل شوي دي، تړاو نه لري.
خو یلدز د لبنان د "نهادینه شوي مذهبي جوړښت" په حواله خبرداری ورکوي چې په اقتصادي او پوځي مسایلو کې لکه د حزب الله د پوځي شتون له منځه وړل، جدي پرمختګونه به ستونزمن وي.
لبنان د پنځه میلیونو څخه څه زیات نفوس لري، خو لوی عیسوي، سني او شیعه مسلمان نفوسونه او همدارنګه دروز غوندې قومي-دیني ډلې پکې میشتې دي. د هیواد سیاسي نظام د ملي ګوندونو پر ځای پر هغو ګوندونو ولاړ دی چې دا دیني ډلې استازیتوب کوي.
په لبنان کې، ولسمشر تل یو ماروني، لومړی وزیر یو سني مسلمان او د پارلمان رئیس یو شیعه مسلمان وي. پارلمان هم د بیلابیلو بهرنیو ځواکونو سره په کرښه کې د ویشل شویو مذهبي ځواکونو یوه صحنه ده.
په عمومي توګه، سعودي عربستان او نور خلیجي هیوادونه په دودیز ډول په لبنان کې پر سني ډلو لوی نفوذ لري، په داسې حال کې چې ایران د هیواد شیعه ډلو ملاتړ کوي. عیسوي ډلې بیا له لویدیځو ځواکونو سره ژورې اړیکې لري.
خو د هیواد پیچلي سیاسي جوړښت کله ناکله د عجیبو اتحادونو شاهد هم وي. د بیلګې په توګه، پخواني ولسمشر میشل عون د ایران - یو شیعه مسلمان هیواد - سره کاري اړیکې درلودې، په داسې حال کې چې اوسنی ولسمشر له سعودي عربستان سره ښې اړیکې لري.
تضمیني وایي چې عون د وضعیت په پام کې نیولو سره چې پر غاړه يې اخیستی، له "لویو ننګونو" سره مخامخ دی.
سره له دې چې د امریکا او سعودي سیمه ییزو ګټو سره سم دی، د عون پلټفورم د لبنان په پیچلي فرقه یي واک ویش نظام کې د نوې حکومت جوړولو ستونزمنه دنده پکې شامله ده.
تضمیني زیاتوي، "د شپږو کلونو اقتصادي ځوړتیا معکوسول، د ژورو سیاسي ویشونو او د عامه باور د ټیټې کچې سره مبارزه به ډیره ستونزمنه دنده وي."
مشهور نوی لومړی وزیر
د لبنان د پیچلي سیاسي جوړښت سره سره، د لومړي وزیر نوماند نواف سلام هم په نړیواله او هم په سیمه ییزه کچه د وړتیا او عدالت په برخه کې پیژندل شوی څیره ده. سلام د نړیوال عدالت دیوان پخوانی رئیس دی چې د غزې په اړه د اسرائیلو د ظالمانه بریدونو په اړه د وروستیو پریکړو له امله ټولو پام ځانته اړولی وو.
د یلدز په وینا، سلام په ۲۰۲۲ کال کې د لومړي وزیر لپاره نوماند و، خو په هغه وخت کې د حزب الله د اغیزې له امله میقاتي وټاکل شو.
د هغه ډیپلوماتیکه وړتیا کولای شي د لبنان د سیاسي کړکیچونو په حل کې مرسته وکړي چیرې چې له لسیزو راهیسې د بهرني لاسوهنې قوي اغیز شتون لري. سلام د دولت د وسلو د انحصار خبره کړې، او ژمنه یې کړې چې "د لبنان دولت واک به په ټولو سیمو کې پراخ کړي" او د ملګرو ملتونو ۱۷۰۱ پریکړه لیک به په بشپړه توګه پلی کړي چې د حزب الله له جنوبي لبنان څخه د وتلو غوښتنه کوي.