د تورکیې فضایي اداره (TUA) او د امریکا په متحده ایالاتو کې مېشت د فضایي زیربناوو پراختیا شرکت، اکسیم سپیس، د تفاهم یاداشت لاسلیک کړی ترڅو د تورکیې د مخ پر ودې فضایي صنعت لپاره د اکمالاتي ځنځیر فرصتونه وپلټي.
د تورکیې د صنعت او ټکنالوژۍ وزیر محمد فاتح کاجر، په وینا د شنبې په ورځ شوې هوکړه د فضایي ټکنالوژۍ، هوايي چلند، نساجۍ، ساينسي مواد، پرمختللې تولید، مخابراتو او د ژوند علومو په برخو کې د همکارۍ د پیاوړتیا هدف لري.
کاجر دا یاداشت د تورکیې د فضايي سکتور لپاره یو مهم ګام وباله او ویې ویل، " هغو پروژو سره چې موږ به یې عملي کړو، ترکیه به د نړیوال فضايي اقتصاد لویه برخه ترلاسه کړي، چې ډیر ژر به په کال کې یو ټریلیون ډالرو ته ورسیږي."
دا تړون په فضا کې د تورکیې ځای ټینګوي. تمه کیږي چې نړیوال فضايي سټیشن (ISS) چې له ۱۹۹۸ کال راهیسې فعالیت کوي، د ۲۰۳۰ کال تر پایه پورې به خپل فعالیتونه ودروي. په دې وخت کې، سوداګریز فضايي سټیشنونه به د انسانانو د فعالیتونو او په فضا کې د څېړنو د دوام لپاره کار واخلي.
د تورکیې فضایي اداره او اکسیم سپیس د تېر کال په ترڅ کې د تورکیې په تاریخ کې یو تاریخي پړاو ترسره کړ. د ترکیې د انسان سپارو فضایي څېړنو سفر د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په ۱۸مه پیل شو، کله چې ډګروال الپر ګیزراوجي د اکسیم مشن (Ax-۳) څلور کسیزې ډلې په منځ کې فضا ته وخوت.
سخت فضايي ماموريتونه
د تورکیې د صنعت او ټکنالوژۍ وزارت په وینا، دغه یادښت به د تورکیې خلکو ته د فضایي صنعت په برخه کې د مسلکي ژوند تعقیبولو هڅونه وکړي، د صنعت د پایښت ملاتړ به وکړي، او په نورو برخو کې به نوښت ته وده ورکړي.
په مهمو اهدافو کې د څیړنې او اکتشاف لپاره د لابراتوار جوړول، د مایکرو جاذبې په کارولو سره د تولید اسانتیاوې رامینځته کول، د ژورو فضايي ماموریتونو لپاره د موادو ازموینه او تایید کول، د ځمکې په ټیټ مدار کې د ترانسپورت او لوژستیک لپاره د مرکزونو رامینځته کول، د اړیکو او مشاهدې لپاره د نوي پلیټ فارمونو جوړول، او د مسلکي ستورمزلو لپاره د روزنې ځایونه چمتو کول شامل دي.
د تورکیې د فضایي ادارې رئیس یوسف کراج د دې هوکړې پر اغېز ټینګار وکړ: دا هوکړه به نه یوازې زموږ صنعت ته شکل ورکړي، بلکې زموږ ځوانانو ته د لامحدود امکاناتو سپړلو فرصت هم برابر کړي او هغوی به وهڅوي چې د راتلونکي مشران، انجنیران او ساینس پوهان شي.
د اکسیوم فضايي شرکت د عوایدو مشر تیجپال بهاټيا وویل، چې د دې همکارۍ موخه د تورکیې عرضه کوونکي د نړیوال فضايي اکمالاتي سلسلې سره یوځای کول او د تورکیې د قوي هوايي چلند او تخنیکي وړتیاوو څخه ګټه پورته کول دي ترڅو نوي لوړې بریاوې ترلاسه کړي.
بهاټيا د تورکیې د Ax-۳ ماموریت سره فضا ته د خپل لومړي ستورمزلي د لیږلو د کلیزې په مناسبت په فضايي صنعت کې د تورکیې پرمختګ هم ولمانځه.