نړۍ
9 دقیقې خواندن
د ارمنستان تحریک امیزه اقدامات اذربایجان لومړني برید ته هڅوي
د ارمنستان لخوا د اذربایجان په پوله کې د پوځیانو او پوځي تجهیزاتو اکمالات کولی شي اذربایجان "لومړني برید ته اړ کړي.
د ارمنستان تحریک امیزه اقدامات اذربایجان لومړني برید ته هڅوي
د روسیه د خپلواک سوداګریز اتحادیې سمیټ
10 часов назад

د لویدیځ له خوا ارمنستان  ته د وسلو ورکول هڅې، په قفقاز کې د سولې هیلې په چټکۍ سره له منځه وړي. دلته پوښتنه داده چې  آذربایجان به څه ډول  غبرګون وښيي؟

پداسې حال کې چې د امریکا ادارې او نړیوالې ټولنې  اجنډا د منځني ختیځ او اوکراین د جګړو په څیر بحرانونو کې بوخته ده، داسې ښکاري چې  په نورو سیمو کې ننګونې، په ځانګړې توګه جنوبي قفقاز، له پامه غورځول شوی دی.

د اکتوبر په لومړۍ اونۍ کې، د اذربایجان ولسمشر الهام علی یف  ارمنستان ته او لویدیځو هیوادونو ته پدې تاریخي پړاو کې ارمنستان ته  د وسلو ورکولو د هڅو په اړه سخت خبرداری ورکړ.

علی یف دا خبرداری  د جبریل په نوي تاسیس شوي ښار کې پخوانیو بې ځایه شویو خلکو ته د وینا پر مهال ورکړ.

د اذربایجان ولسمشر علی یف  د خپلې وینا پر مهال ارمنستان ته د لویدیځو هیوادونو د وسلو د لیږلو هدف ته په اشارې سره وویل چې ، زه له لویدیځو هیوادونو چې ارمنستان ته د وسلو ورکولو هڅه کوي پوښتنه کوم، ایا ارمنستان پدې وسلو څه کوي؟ ارمنستان به چوپه خوله پاتې شي او که پدې وسلو به دلته له سره جوړ شوی دا ښار او ودانۍ ویجاړې کړي.  

هغه همدارنګه ټینګار وکړ چې اذربایجان به د خپل هیواد د راتلونکي امنیت او پرمختګ د ډاډمنولو لپاره ټول اړین اقدامات وکړي. علی یف زیاته کړه، "له یوې خوا، دوی د سولې په اړه خبرې کوي ، او له بلې خوا، دوی په لویه کچه وسلو پوځیانو د راټولولو هڅه کوي. ددوې د سولې ټولې خبرې درواغ دي."

د ویلو ده چې د تیر کال د سپتمبر په میاشت ، د ولسمشر یوه سلاکار وړاندیز وکړ چې د ارمنستان په وسله والو ځواکونو باندې متناسب محدودیتونه ولګول شي، لکه څنګه چې د عراق-کویت جګړې وروسته په عراق باندې لګول شوي وو.

هغه استدلال وکړ چې دا ډول اقدام توجیه لري ځکه چې ارمنستان د هغه هیوادونو نه یو  و چې د دوهمې نړیوالې جګړې پرمهال یې پر هیواد واکمني وکړه. د دوهمې نړیوالې جګړې وروسته د نړۍوال سیستم د خپو لاندې کولو سره د خپل ګاونډي هیواد خاوره اشغال کړه.

د اذربایجاني چارواکو دا او ورته څرګندونې پدې وروستیو کې د اذربایجان او ارمنستان لخوا  د سولې لپاره د محتاط خوشبینۍ سره په ټکر کې ښکاري او پدې پروسې سیورې غوړوي خو اذربایجاني مقاماتو دا پیغامونه ډیر جدي او مخلصانه دي چې باید له پامه ونه غورځول شي.

د سوله ییز حل لپاره کمزورې هیلې د خبرو اترو په کلاره  سرعت د ارمنستان د دوامداره پوځي کولو له امله ګواښل کیږي. که څه هم د اذربایجان رسنۍ په مکرر ډول ارمنستان ته د وسلو د رسولو راپور ورکوي، ډیری اذربایجاني کارپوهان په دې باور دي چې ارمنستان په قصدي ډول د وسلو او پوځیانو د راټولولو او احتمالي غچ اخیستنې لپاره د وخت ترلاسه کولو لپاره د خبرو اترو مخه نیسي.

نور تضادونه هم شته. پداسې حال کې چې ارمنستان ادعا کوي چې د اذربایجان پوځي بودیجه د دوی د ناخالص کورني تولید ۱۴-۱۵٪ ته رسیدلې ده، اریوان پخپله د تیر کال په پرتله په خپلو پوځي لګښتونو کې ۴۶٪ زیاتوالي سره خپلې وسله وال پوځ نور هم پیاوړې کوي.

د نړیوال منظرې د پیچلتیاوو سره سره، ارمنستان اداره هڅه کوي چې د نورو هغه  سیمو څخه  چې په شخړو کې دې وسلې ترلاسه کړي .

د فرانسې څخه د سیزر هاویټزر او د امریکا څخه د پوځي مرستو په ګډون د وسلو ترلاسه کولو سربیره، ایران انټرنیشنل په جولای کې راپور ورکړ چې تهران او اریوان د ۵۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت د وسلو تړون لاسلیک کړ.

سربېره پردې، د CSTO د غړي په توګه، ارمنستان له روسیې څخه د تهاجمي پوځي تجهیزاتو ترلاسه کولو ته دوام ورکوي.

آیا اذربایجان به لومړی ګوزار وکړي؟

لکه څنګه چې ارمنستان د پاروونکو وسلو اکمالات زیاتوي، اذربایجان ممکن د مخامخ برید پیل کولو ته وهڅول شي.

حتی د OSCE د مینسک ګروپ پخواني امریکایي شریک رئیس جیمز وارلیک یادونه وکړه چې د ارمنستان لخوا له فرانسې څخه د وسلو پیرود د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ اړیکې په داسې وخت کې پیچلې کوي کله چې دوی د سولې تړون لاسلیک کولو ته نږدې وو.

د وارلیک په وینا، فرانسه باید یوازې د سولې له موافقې وروسته له ارمنستان سره د وسلو هر ډول معامله بشپړه کړي.

د "د لومړني برید جګړې" اصطلاح  د بوش ادارې لخوا د امریکا لخوا د  عراق او افغانستان د یرغل څخه دمخه د ملي امنیت پالیسۍ کې شامله کړه، مګر دا د "محافظتي جنګ" څخه توپیر لري.

مهم توپیر په وخت کې دی: مخامخ تهاجمي جګړه نږدې ګواښونو ته رسیدګي کوي، پداسې حال کې چې دفاعي جګړه اوږدمهاله احتمالي ګواښونه په نښه کوي. دا توپیر ډېر مهم دی ځکه چې ډېر خلک دواړه سره مغشوش کوي.

مخامخ جګړه عموما د "ضرورت جګړې" په توګه لیدل کیږي چې د نږدې ګواښ د باوري شواهدو پر بنسټ وي او د نړیوال قانون له مخې توجیه کیږي، په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو د منشور د ۵۱ مادې له مخې.

له بلې خوا، محافظتي جګړه د "انتخابي جګړې" په توګه لیدل کیږي چې د ستراتیژیکو محاسبو پایله ده او عموما د معاصرو پوهانو لخوا د یو غیرقانوني یرغل په توګه ګڼل کیږي.

د ارمنستان د وسلو د اکمالاتو هڅې  او د سولې د موافقې پرته، د اذربایجان هر ډول پوځي اقدام به مخامخ برید وي، نه دفاعي.

دا د ارمنستان لخوا د آذربایجان په خاوره چې د نړۍوالې ټولنې لخوا په رسمیت پیژندل شوې وه د ۳۰ کلن اشغال له امله نور هم پیاوړی کیږي؛ دا اشغال یوازې په ۲۰۲۰ کال په جګړه کې کې د اریوان د ماتې سره پای ته ورسېد، نه د رضاکارانه وتلو سره.

له همدې امله، د نړیوالو قوانینو له مخې، د قره باغ دوهمه جګړه د ملګرو ملتونو د منشور د ۵۱ مادې سره سم د ځان د دفاع یوه کړنه وه.

د ۲۰۲۰ کال له جګړې وروسته، ولسمشر علی یف په وار وار خبرداری ورکړ چې که اذربایجان د ارمنستان له خوا کوم ګواښ احساس کړي، نو د ارمنستان په خاوره کې به د دې ګواښونو د له منځه وړلو لپاره اقدام وکړي.

خو په ورته وخت کې، هغه ټینګار وکړ چې اذربایجان پر ارمنستان د برید پلان نلري او ډاډ یې ورکړ چې دریمه جګړه به ونکړي.

یو نوی فصل

په قانوني پوځي اهدافو لومړني بریدونه کولی شي د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ د اوږدې مودې راهیسې په روانه جګړه او شخړو  کې یو نوی فصل پرانیزي.

پخوا، ټول پوځي عملیات د اذربایجان په نړیواله کچه پیژندل شوې خاوره کې ترسره کېدل، چې ټولې ویجاړۍ او تراژیدۍ د دې عملیاتو سره تړاو درلود.

خو، په راتلونکي کې ممکن دا جګړې د ارمنستان په خاوره کې رامینځته شي. د ۲۰۲۰ کال د جګړې په جریان کې، د اذربایجان پوځ په ځانګړي ډول د ارمنستان خاورې ته له ننوتلو ډډه وکړه او خپل عملیات یې یوازې د اذربایجان په پولو کې محدود کړل.

همداشان اذربایجان ځواکونو  د قره باغ هغو سیمو ته هم له ننوتلو ډډه وکړه چې  د ارمنیانو ګڼ نفوس لري او چیرې چې د روسیې سوله ساتي ځواکونه د ملکي وګړو د ساتنې لپاره ځای پر ځای شوي وو.

سره له دې چې آذربایجان ددې وړتیا درلودله چې دا سیمې ونیسي خو غوره یې وګڼله چې د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره له دې سیمو څخه ډډه وکړي.

له دې هاخوا، د ۲۰۲۰ کال په جګړه کې، د اذربایجان عملیات یوازې په هغو سیمو کې متمرکز وو په تاریخي ډول پکې اذربایجانیان اکثریت وو.

یوازینۍ ضربه چې د ارمنستان په خاوره کې ترسره شوه د ملکي سیمو څخه لرې د پوځي هدف په وړاندې وه. د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر په ۱۴مه، اذربایجان په ارمنستان کې د توغندیو یو سیستم ویجاړ کړ چې  دې توغندیو سیسټم د اذربایجان ملکي وګړي په نښه کول.

دا برید مخکې له دې چې د ټوغندیو سیستم نوي او تازه بریدونه ترسره  کړي ترسره شو. د ویلو ده چې ازمنستان د توغندیو دې سیستم  د اذربایجان په خاوره کې د د ګنجا ، برده او قره یوسفلي په څیر په ښارونو بریدونه کول او ملکي وګړي په نښه کول .

په دې بریدونو کې د نړیوالو منع شویو کلسټر مهماتو او SCUD-B توغندیو کارول هم شامل وو.

د بشري حقونو د څار ادارې وروسته تایید کړه چې ارمني ځواکونو د جګړې په جریان کې د اذربایجان ملکي وګړو پر وړاندې بې توپیره بریدونه کړي دي.

ارمنستان، چې د CSTO په امنیتي چتر تکیه کوي، باور درلود چې په لرې پرتو میشت ځایونو باندې بریدونه به يي بې ځوابه  پاتې شي ، ځکه چې دوی فکر کاوه چې اذربایجان د ځواب ویلو توان ونلري او یا  هر ډول غبرګون به روسیه وهڅوي چې د خپل متحد د ساتنې لپاره مداخله وکړي.

اوس، ارمنستان د وسلو د دوامداره اکمالاتو  سره، داسې ښکاري غواړي  د لویدیځ ملاتړ ترلاسه کولو لپاره د اذربایجان او لویدیځ ترمنځ شخړه رامینځته کړي.

 د دوهمې قره باغ جګړې وروسته، د ارمنستان په خاوره کې د اذربایجان یوازینی مخامخ برید د ۲۰۲۲ کال د  سپتمبر په ۱۲مه، ترسره شو.

په هغه وخت کې، د اذربایجان پوځیانو د ارمنستان دننه د یو میلیارد ډالرو څخه ډیر ارزښت لرونکي ارمني پوځي زیربناوې د دقیق لارښوونې وړ مهماتو سره پرته له دې چې ملکي تلفات رامنځته کړي ویجاړې کړې.

دې پوځي تاسیساتو د اذربایجان زیان منونکو او نوي آزاد شویو کلباجار او لاچین سیمو ته ژور ګواښ مخامخ کړی وو.

د اذربایجان د ارمنستان په اړه دوه ډوله اندیښنې لري. لومړی  د فرانسې، هند، ایران او امریکا څخه د ارمنستان ملاتړ. دویم په ارمنستان کې د بغاوت غوښتونکو احساساتو راپارول دي.

د اذربایجان چارواکو او رسنیو د ارمنستان ټولنې او د ارمنستان بهرنیو ملاتړو ته په خبرداری ورکولو سره خپل غږ پورته کړی دی.

د ژورې متقابلې بې باورۍ له امله، آذربایجان دوه مهمې غوښتنې په ګوته کړې دي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې ارمنستان د قره باغ په اړه کومه پټه اجنډا نلري: لومړی، ارمنستان باید د خپل اساسي قانون څخه د الحاق ماده لرې کړي. دوهم، دواړه هیوادونه باید په ګډه د مینسک ګروپ د منحلولو لپاره غوښتنه وکړي.

اذربایجان نه یوازې په ارمنستان، بلکې په لویدیځ هم باور نلري.

حتی د ۲۰۲۰ کال له جګړې مخکې، په اذربایجان کې د قره باغ شخړې په اړه د لویدیځ د لیبرال منافقت په اړه قوي باور موجود و.

دا احساس د ارمنستان د وسلو د اکمالاتو او د فرانسې او امریکا په څیر هیوادونو څخه د ترلاسه شوي ملاتړ له امله نور هم پیاوړی شوی دی.

د اذربایجان غندل  او خبرداری ورکول یو جلا مسئله ده، خو هغه هیواد ته چې د اذربایجان خاوره یې اشغال کړې د وسلو ورکول بیا جلا مسئله ده - دا په سیمه کې د سولې او باور د لمنځه وړو ښکاره هڅه ده.

که چیرې لویدیځ په ریښتیا سره اراده لري چې ارمنستان د اذربایجان له "خیالي برید" څخه وژغوري، نو د وسلو چمتو کولو په پرتله د ساتنې لپاره ډیرې اغیزمنې لارې شتون لري.

وپلټۍ
نړیواله تودوخه: د بشريت او ځمکې لپاره یو مهم پړاو.
یو وخت چې جرمني د نړۍ پیاوړی اقتصاد درلود، اوس په بدلېدونکي نړۍ کې ولې له ستونزو سره مخ دی؟
ایران د جګړې ضد ټرمپ او د امنیت په لټه کې دیني عالمان په یوه نازکه کرښه روان دی.
د اسرائیلو د نسل وژنې جګړه د مسلمانانو وروسته عیسویان هم په تیښته دي.
د صهیونیسټانو ترهګرۍ ته یوه کتنه چې د اسرائیلو د تاسیس لامل شوه
د ټرمپ-نتنياهو په اړيکو کې د وفادارۍ او ترينګلتيا ترمنځ نوی پړاو.
د اسرائیلو د قضاوت د بیاکتنې لپاره د نتنیاهو د هڅو تر شا حقیقت.
ایا د رسنیو شرکتونو سره د ( اوپن ای آی ) مصنوعي زیرکتیا شرکت معامله خبریالان ګمراه کولی شي؟
په روم کې کولوسیم د تورکیې د ګوبکلي تپې لرغوني خزانې نندارې ته وړاندې کوي
د ارمنستان تحریک امیزه اقدامات اذربایجان لومړني برید ته هڅوي
په تیره یوه پيړۍ کې د نارينه وو قد د ښځو په پرتله له دوه برابره ډیر اوږد شوی دی
د سږو سرطان د وختي تشخیص لپاره نوې هیلې
تورکیې د اکسیوم سپیس سره د همکارۍ د پیاوړتیا لپاره نوی تړون لاسلیک کړ
د عون او سلام په مشرۍ سره، لبنان د روښانه راتلونکي لپاره هیله لري
د نیپال د کنفو راهبانې د پنځو کلونو وروسته د عامه بیا پرانیستلو جشن لمانځي
TRT Global ته یوه نظر واخلئ. خپلې نظریات شریک کړئ!
Contact us