ایا د رسنیو شرکتونو سره د ( اوپن ای آی ) مصنوعي زیرکتیا شرکت معامله خبریالان ګمراه کولی شي؟
ساینس او ټکنالوژي
9 دقیقې خواندن
ایا د رسنیو شرکتونو سره د ( اوپن ای آی ) مصنوعي زیرکتیا شرکت معامله خبریالان ګمراه کولی شي؟د مصنوعي زیرکتیا شرکتونه غواړي د خبري اژانسونو سره معامله وکړي
17 février 2025

د رسنیو ځینو مخکښو شرکتونو لکه نیویارک ټایمز، د چټ بوټونو د روزنې لپاره د خپلو مقالو کارولو په اړه د OpenAI په وړاندې اقامه د دعوی کړې. پداسې حال کې چې نورو، په شمول د اکسل سپرینګر، اسوشیټیډ پریس او نیوز کارپوریشن، د AI شرکت سره تړونونه لاسلیک کړي دي.زیرکتیا شرکتونو سره ملګرتیا کوي یا به د مصنوعي زیرکتیا د شرکتونو لخوا د نورو لارو څخه  د دوی خبرونه او مواد د لاسته راوړلو له ګواښ او خطر سره مخامخ وي.

د مرډوک کورنۍ څو مليتي رسنۍ شرکت نیوز کارپوریشن وروستی شرکت شو چې د OpenAI سره یې تړون لاسلیک کړ، چې دا اجازه ورکوي چې په ChatGPT کې د کاروونکو پوښتنو ته د ځواب ویلو لپاره د خبرونو مینځپانګې ښکاره کړي.

 

دا معامله چیټ جی پي ټي او نورو مصنوعي زیرکتیا وسیلو لکه سورا ته چې  د مصنوعي زیرکتیا له لارې کولی  د متن لارښوونو سره حقیقي او تخلیقي ویډیو رامینځته کړي، اجازه ورکوي چې د نیوز کارپوریشن د لویو خپرونو څخه تازه  او آرشیف شوي مینځپانګې ته لاسرسی ومومي.

د مصنوعي زیرکتیا شرکتونو او د ټکنالوژۍ لویو شرکتونو سره د ژورنالیزم شریکول د خبرونو راتلونکي لپاره څه اغیزې لرلی شي؟

"دا معامله یقینا نیوز کارپوریشن ته اجازه ورکوي چې د مصنوعي زیرکتیا ماډلونو د روزنې لپاره د خپل مینځپانګې په کارولو سره عاید ترلاسه  کړي، مګر هغه مقدار چې OpenAI د دې معاملې په بدل کې ورکوي د معلوماتو ارزښت په پرتله خورا لوړ نه دی." دا خبره د سیډني پوهنتون کې د ډیجیټل معلوماتو او کلتور پروفیسور  او د آسټرالیا د څیړنې شورا  جایزه اخیستونکی ټیری فلیو، ټي آر ټي ورلډ ته وکړه.

"د اوپن ای آی او نورو شرکتونو لکه ګوګل لپاره، د قانوني اعتبار وړ معلوماتو ته د لاسرسي مسله او د یو ډیر بالغ سوداګریز ماډل اړتیا مخ په زیاتیدو ده."

هیڅ یو شرکت د OpenAI د وروستي تړون مالي توضیحات ندي اعلان کړي. مګر د وال سټریټ ژورنال په وینا، چې د نیوز کارپوریشن ملکیت دی، دا معامله کولی شي په پنځو کلونو کې له ۲۵۰ میلیون ډالرو څخه زیاته شي او د AI ټیکنالوژۍ کارولو لپاره نغدي او کریډیټ تضمیات پکې شامل دي.

نیوز کارپوریشن په امریکا کې د مارکیټ واچ او نیویارک پوسټ مالکیت هم لري؛ ډیلي ټیلیګراف، news.com.au  او د استرالین په سترالیا کې ، د سن، سنډی ټایمز او ټایمز ملکیت په انګلستان کې لري.

ددې  څو کلن تړون، چې تېره اونۍ اعلان شو، وروسته  د مصنوعي زیرکتیا شرکت د اپریل په ۲۹مه د لندن میشته فایننشل ټایمز سره د مصنوعي زیرکتیا  زده کړې پراختیا لپاره د منځپانګې جواز ورکولو تړون لاسلیک کړ. نورو خپرونکو، په شمول د اکسل سپرینګر د پولیټیکو اصلي شرکت، اسوشیټیډ پریس، د هسپانیې پریسا میډیا او د فرانسې لی مونډ، ورته معاملې کړې دي.

د کولمبیا پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي کې د معلوماتي ژورنالیزم پروفیسور جوناتن سوما، ټي آر ټي ورلډ ته وویل: "خبرونه د مصنوعي زیرکتیا شرکت لپاره خالص سره زر دي." "دا د انسانانو لخوا لیکل شوي، دا د چیټ بوټ هیکونو څخه نوی دی، او دا یو له هغه شیانو څخه دی چې د دوی کاروونکي یې غواړي  چې پرې پوه شي. که چیرې خبري ادارې دومره ارزښتناک توکي وپلوري، نو دوی باید نرخونه خورا لوړ وټاکي."

سوما فکر نه کوي چې مصنوعي زیرکتیا به د ژورنالیزم ځای ونیسي؛ پرځای یې، هغه وايي، دا به "یو پرازیت وي چې د ژورنالیزم په اړخ کې بند پاتې وي."

سوما وايي "د ژورنالیستانو پرته، د روانو چارو چیټ بوټونه به د لیکلو لپاره هیڅ نه ولري، د خپرولو لپاره به هیڅ نه ولري، او د ځواب ویلو لپاره به هیڅ نه ولري."

"پوښتنه دا ده چې ایا دا ملګرتیاوې به خبري اداراتو  ته د اصلي ژورنالیزم د تولید لپاره اړین هڅو سره سم عاید چمتو کړي او که نه. زه فکر نه کوم چې نیوز کارپوریشن او نور خبري سازمانونه پوهیږي چې د دوی مینځپانګه څومره ارزښتناکه دي، او زه فکر نه کوم چې اوپن AI وغواړي د دې مینځپانګې لپاره پیسې ورکړي چې واقعیا څومره ارزښتناکه ده، "

ډیری شرکتونو، په شمول د نیویارک ټایمز او شیکاګو ټریبیون، د اوپن ای آی او مایکروسافټ په وړاندې د دوی د مقالو د مصنوعي زیرکتیا روزنې لپاره کارولو له امله اقامه د دعوی کړې ده.

د مصنوعي زیرکتیا وسایل لکه چیټ جی پي ټي، د مایکروسافټ کوپائلټ او د ګوګل جیمیني د لویو ژبو ماډلونو (LLMs) په کارولو سره د انټرنیټ لوی مقدار متن تحلیل کوي او په یوه جمله کې د راتلونکي کلمې وړاندوینه کوي، دوی ته دا وړتیا ورکوي چې د انسان خبرې او لیکنې تقلید وکړي.

د رسنیو او ژورنالیزم د څیړنې مرکز رئیس ماریس ډراګومیر د هغو رسنیزو شرکتونو لپاره د مقرراتو اهمیت یادوي چې د مصنوعي زیرکتیا شرکتونو سره همکاري کوي. که څه هم دا ډول ملګرتیاوې ممکن سوداګریزې ګټې راوړي، خو ټول محتوا د کیفیت او دقت لوړ معیارونه نه پوره کوي.

ډراګومیر ټي آر ټي ورلډ ته وویل چې د رسنیو سکتور تعریفولو لپاره د پام وړ نابرابرۍ شتون لري، او دا کولی شي په ځینو رسنیو بازارونو کې د "د خپلو مالکینو ګټو ته خدمت کولو له امله " ډیر پلوي او جانبداره خبرونه خپاره کړي. هغه وايي، پداسې حال کې چې ځینې یې لوی ځواک لري، نور یې د حکومت تر ملاتړ لاندې رسنیو لخوا د خپرو شویو پروپاګند او غلطو معلوماتو له لارې کنټرول کیږي.

"د نیوز کارپوریشن په څیر ځینې رسنۍ د ناسمو او جانبدارو خبرونو او محتواګانو سره مشهور دي. د هغوې محتواګانې تل دقیق نه وي. "دلته د انسانانو د مصنوعي زیرکتیا په اړه دا  پوښتنه راپورته کیږي: ایا ددې شرکتونو لخوا  د نیوز کارپوریشن په څیر د شرکتونو سره ملګرتیا سمه ده؟ ځکه چې خلک د مصنوعي زیرکتیا نه د پوښتنې پر مهال سمدستي د بې باوره سرچینو د ځوابونو سره مخامخیږي. ایا دا تر کومې اندازې پورې سمه خبره ده.

د کولمبیا پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي پروفیسوره سوما وايي، چټ بوټونه هم تخیلي شیان رامنځته کوي او هم جدي خطاګانې لري .

"د مصنوعي زیرکتیا لپاره دا اسانه ده چې یوه مقاله واخلي او په بشپړ ډول غلط لنډیز ورکړي – د ګوګل د تولیداتو وروستۍ پایلې ددې خبرې ښکاره بیلګه ده.  دا مصنوعي زیرکتیا  پایلې کولی شي یو داسې چاپیریال رامنځته کړي  چې واقعیت نشي درک کولی او یواځې غلط معلومات تولیدوي "

د میډیا کوپائلټ بنسټ ایښودونکی پیټ پاچل وايي، د اوپن ای آی او نیوز کارپوریشن ترمنځ ملګرتیا "د یو مهم بدلون په څیر احساس کوي."

پاچل وايي "کله چې نیویارک ټایمز په دسمبر کې د OpenAI په وړاندې د کاپي حق سرغړونې دعوی وکړه، د خبرونو راتلونکی ناڅرګند و." "مګر د AP او اکسل سپرینګر په څیر لویو رسنیو  سره معاملې او د نیوز کارپوریشن سره وروستۍ معاملې ته په پام سره، زه فکر کوم چې د مینځپانګې معاملې به په راتلونکي کې نورم وي."

هغه وايي: "نیویارک ټایمز په خپل کار کې یو څو کوچني متحدین موندلي دي، خو ډېر نه دي. خو د ټایمز په ګټه پریکړه کولی شي ټول انځور بدل کړي."

هغه وايي: "په ستراتیژیک ډول، دا معاملې معنی لري ځکه چې نشراتي ارګانونه کولی شي په لنډ مهال کې هغه عاید ترلاسه کړي چې دوی ورته اړتیا لري، مګر په اوږد مهال کې دا یوه تېروتنه کیدی شي ځکه چې دا د مصنوعي زیرکتیا شرکتونو ته اجازه ورکوي چې د مشتریانو سره اړیکې ونیسي."

د پاچل په وینا، ګوګل "پدې بیړني حالت کې یو لوی لوبغاړی دی." د ټیکنالوژۍ شرکت وايي چې نشراتي ارګانونه به ټرافیک له لاسه ورکړي ځکه چې د مصنوعي زیرکتیا لخوا تولید شوي لنډیزونه د لټون انجن په سر کې معمول کیږي.

"د منځپانګې په اړه به له ګوګل سره هیڅ تړون ونلري،" پاچل تشریح کوي، "ځکه چې ګوګل، په سمه توګه یا غلط، د AI لنډیزونه د ویب کرولینګ د توسیع په توګه ګوري چې دا یې له کلونو راهیسې کوي."

هغه دا هم وايي، "د OpenAI سره د معاملو څخه ترټولو لویه لاسته راوړنه دا ده چې نشراتي ارګانونه  به وهڅول شي چې د AI لټون راتلونکي په اړه په جګړه کې د OpenAI ملاتړ وکړي. ځکه چې که ګوګل وګټي، نو ټولې پیسې به ژر وچې شي."

که چیرې اوسط کارکوونکي په لویو چیټ بوټونو ډیر تکیه وکړي چې د انساني خبریالانو او رسنیو شرکتونو پرځای مستقیم انساني پوښتنو ته ځواب ورکوي دا به د خبرونو د راتلونکې په اړه اندیښنې راوپاروي.

د برتانوي کولمبیا پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي څخه الفریډ هرمیدا وايي چې د خبرونو سایټونه کولی شي هغه عادي لیدونکي له لاسه ورکړي چې د چټکو خبرونو تازه معلوماتو غوښتونکي وي، کوم چې کولی شي په اوږد مهال کې د ټرافیک له لاسه ورکولو لامل شي.

هرمیدا وايي" خبر د نشراتي ارګانونو  لپاره د عاید یوه ارزښتناکه سرچینه ده، مګر کیدای شي چې په اوږد مهال کې زیان وویني. ځکه چې د مصنوعي زیرکتیا سیسټمونه د ژورنالیستیکي محتوا په اړه روزل کیدی شي." هغه زیاته کړه چې د نیوز کارپوریشن سره تړونونه د اوپن AI لپاره مهم دي ځکه چې دوی د مصنوعي زیرکتیا شرکت ته د روزنې موادو دوامداره سرچینه چمتو کوي.

"هغه څه چې روښانه نه دي دا دي چې که چیرې د چیټ جی پي ټي په څیر سیسټمونه د ښه خبرونو راپورونو تولید زده کړي نو د خبري رسنیو سره به څه پیښ شي."

دا ملګرتیا کولی شي د نیوز کارپوریشن لیدونکي پراخ کړي ترڅو هغه خلک پکې شامل شي چې معمولا خبرونه نه ګوري. خو هرمیدا وايي چې دا روښانه نه ده چې ایا دا به د برانډونو لوستونکي زیات کړي او که نه.

هرمیدا وايي، "د ټولنیزو رسنیو شواهد ښیي چې هغه خلک چې د خبرونو په لټه کې دي کله چې دوی د منځګړو په توګه تعریف شوي وي، لکه فیسبوک، د برانډونو سره وفاداري نه رامینځته کوي." د نشراتي ارګانونو او مصنوعي زیرکتیا شرکتونو ترمنځ معاملې په اصل کې د هغه تورو په څیر دي چې دواړه څوکې يي تیرې دي.

هرمیدا وايي "خطر دا دی چې د نشراتي ارګانونه به د فیسبوک په پرتله په مصنوعي زیرکتیا شرکتونو ډیر تکیه وکړي."

د دې لنډیزونو کیفیت او د مصنوعي زیرکتیا له لارې رامینځته شوي خبرونو پوښتنو عمومي کارونکي تجربه به دا معلومه کړي چې ایا دوی د خلکو د معلوماتو اصلي سرچینه کیږي.

د امسترډم پوهنتون څخه ایریک بورا وايي چې کاروونکي باید د خبرونو مینځپانګې ته د لاسرسي او مصرف کولو په لاره کې د بدلون لپاره چمتو وي.

بورا وویل: "کاروونکي شاید د نشراتي سایټونو ته کلیک ونه کړي." "د نشراتي سایټونو لپاره به دا ستونزمنه وي چې 'پو شي چې کوم خبرونه مشهور دي، او دوی به نور ونه شي کولی چې په هغې باندې اعلان وکړي . معمولا ډیرې سترګې د ډیرو پیسو په معنی دي."

هغه وايي: "ښايي په انفرادي ګډون کې هم کمښت راشي."

وپلټۍ
نړیواله تودوخه: د بشريت او ځمکې لپاره یو مهم پړاو.
یو وخت چې جرمني د نړۍ پیاوړی اقتصاد درلود، اوس په بدلېدونکي نړۍ کې ولې له ستونزو سره مخ دی؟
ایران د جګړې ضد ټرمپ او د امنیت په لټه کې دیني عالمان په یوه نازکه کرښه روان دی.
د اسرائیلو د نسل وژنې جګړه د مسلمانانو وروسته عیسویان هم په تیښته دي.
د صهیونیسټانو ترهګرۍ ته یوه کتنه چې د اسرائیلو د تاسیس لامل شوه
د ټرمپ-نتنياهو په اړيکو کې د وفادارۍ او ترينګلتيا ترمنځ نوی پړاو.
د اسرائیلو د قضاوت د بیاکتنې لپاره د نتنیاهو د هڅو تر شا حقیقت.
ایا د رسنیو شرکتونو سره د ( اوپن ای آی ) مصنوعي زیرکتیا شرکت معامله خبریالان ګمراه کولی شي؟
په روم کې کولوسیم د تورکیې د ګوبکلي تپې لرغوني خزانې نندارې ته وړاندې کوي
د ارمنستان تحریک امیزه اقدامات اذربایجان لومړني برید ته هڅوي
په تیره یوه پيړۍ کې د نارينه وو قد د ښځو په پرتله له دوه برابره ډیر اوږد شوی دی
د سږو سرطان د وختي تشخیص لپاره نوې هیلې
تورکیې د اکسیوم سپیس سره د همکارۍ د پیاوړتیا لپاره نوی تړون لاسلیک کړ
د عون او سلام په مشرۍ سره، لبنان د روښانه راتلونکي لپاره هیله لري
د نیپال د کنفو راهبانې د پنځو کلونو وروسته د عامه بیا پرانیستلو جشن لمانځي
TRT Global ته یوه نظر واخلئ. خپلې نظریات شریک کړئ!
Contact us