د جنوبي کوریا پولیسو د ولسمشر یون سوک یول په اړه تحقیقات پیل کړي دي چې د پوځي حکومت او بیړني حالت د اعلان له امله پرې د "خیانت" تور لګیدلی دی. د ملي پولیسو ادارې د ملي تحقیقاتو مرکز مشر وو جونګ سو، د پنجشنبې په ورځ پارلمان ته د وینا پر مهال وویل ، چې "قضیه ثبت شوې ده."
د جنوبي کوریا ولسمشر یون سوک یول پوځي حکومت او بیړني حالت له اعلان وروسته په ټوله نړۍ کې د رامنځته شوي ټکان اغیزې سره سره د واک د ساتلو لپاره مبارزه کوي. د هغه ګوند اعلان وکړ چې دوی به د ولسمشر د استیضاح د پریکړې مخالفت وکړي.
یون د سې شنبې په ماښام ملکي واکمني وځنډوله او پارلمان ته یې عسکر او چورلکې واستولې، خو پارلمان دا اقدام رد کړ، او هغه یې اړ کړ چې د خپلې پریکړې نه لاس په سر شي. همداشان د ولسمشر لخوا پوځي حکومت او بیړني حالت د اعلان نه وروسته په ټول هیواد کې د هغه پر خلاف پراخه مظاهرې پیل شوې او مظاهره کوونکو د هغه د استعفا غوښتنه وکړه.
اپوزیسیون په چټکۍ سره د استیضاح یوه طرحه وړاندې کړه، او ویې ویل چې یون "د اساسي قانون او د هیواد د نافذه قوانینو نه جدي سرغړونه کړې ده."
د یونهاپ خبري اژانس په وینا، د دې وړاندیز په اړه رایه اچونه د نصاب د نه پوره کیدو له امله وځنډل شوه.
'د اقتصاد لپاره محدودې اغیزې'
په عین حال کې، د پنجشنبې په ورځ په سیول کې ونډو بیې راټیټې شوې، مګر پولي استقرار ثابت پاتې شو، ځکه چې سویلي کوریا د یو پیاوړي اقتصاد خاوند هیواد دی.
په داسې حال کې چې د آسیا دریم لوی اقتصاد د بیا ځواکمنتیا لپاره مبارزه کوي، د ټرمپ بیا واک ته رسیدو او د هغه لخوا سختې سوداګریزې پالیسۍ ځینې اندیښنې پارولي دي.
خو شنونکي د خوشبینۍ ځینې نښې ویني.
د فیچ حلونو د یوې څانګې، BMI شنونکو وویل: "هغه مثبت اړخ چې موږ یې ګورو دا دی چې د په سویلي کوریا کې پوځي حکومت او بیړنۍ حالت په لا چټکه توګه لغوه شو چې د سویلي کوریا د ادارو انعطاف په ګوته کوي."
"د اوس لپاره، موږ تمه لرو چې په اقتصاد او مالي بازارونو به محدود اغیزې ولري ځکه چې د سویلي کوریا مرکزي بانک او د مالیې وزارت پانګوالو ته ډاډ ورکولو سره په چټکۍ سره ځواب ورکړ."
"په ځانګړې توګه، مرکزي بانک ویلي چې د لنډمهاله نقدوالي د زیاتوالي او د بهرنیو اسعارو بازارونو د ثبات لپاره د اقداماتو پلي کولو ته ژمن دی. دا کار زموږ د نظر سره سم دی چې د سویلي کوریا د وون شاوخوا خطرونه د اوس لپاره تر کنټرول لاندې دي."
د سوداګرۍ په لومړیو کې، د سیول د کوسپي شاخص 0.3 سلنه راټیټ شو؛ که څه هم دا د چهارشنبې په ورځ له یو سلنې څخه ډیر راټیټ شو، دا د لومړني کمښت څخه یو پرمختګ و.
او وون د ډالر په وړاندې شاوخوا ۱.۴۱۵ کې ثابت پاتې شو، چې د بحران له پیل څخه مخکې له کچې څخه یو څه لوړ شو؛ کله چې بحران پیل شو، دا شاوخوا درې سلنه راټیټ شوی و.