سیاست
2 دقیقې خواندن
د دګرجستان سترې محکمې د ولسمشرۍ ټاکنو د پايلو د لغوه کولو غوښتنه رد کړې.
دغې محکمې ویلي چې پرېکړه ېې وروستۍ ده او د استيناف يا بيا کتنې وړ نه ده.
د دګرجستان سترې محکمې د ولسمشرۍ ټاکنو د پايلو د لغوه کولو غوښتنه رد کړې.
د دګرجستان سترې محکمې د ولسمشر د ټاکنو د پايلو د لغوه کولو غوښتنه رد کړې.
21 de febrero de 2025

د ګرجستان اساسي قانون محکمې د ولسمشر سالومه زورابيشويلي هغه قضيه رد کړه چې پکې ېې د تېر اکتوبر میاشت کې ترسره شوي جنجالي  پارلماني ټاکنو د پايلو د لغوه کولو غوښتنه کړې وه. د تېرې جمعې په ورځ اخستل شوې او د سه شنبې په ورځ د سترې محکمې په ويب پاڼه کې خپره شوې پرېکړه کې ويل شوي دي چې د زورابيشويلي له خوا وړاندې شوې قضيه به "د اساسي کتنې" لاندې رانه شي.

دغې محکمې همدارنګه د مخالفينو د ډلې له خوا د ديرشو پارلماني غړو بله قضيه هم رد کړې چې غوښتل ېې د ټاکنو پایلې لغوه اعلان شي.  په کومو کې چې دګورجو رویاسې ګوند  اکثريت ګټلی و. محکمې ویلي چې پرېکړه ېې وروستۍ ده او بیا کتنې ته ضرورت نه لري.

د لاریونونو دوام!

زورابيشويلي د نومبر په ۱۹مه اساسي قانون محکمې ته عريضه کړې او د اکتوبر د ۲۶مې ېې د ټاکنو د پايلو د لغوه کولو غوښتنه کړې. د ګورجو رویاسې ګوند د رايو ۵۳.۹۳ سلنه ترلاسه کړي او په ۱۵۰ څوکيز پارلمان کې يې ۸۹ څوکۍ خپلې کړي. د ګورجستان لمړي وزیر ښاغلي ایراکلي کوباخیدزي، د ګورجو رویاسې ګوند مشر ښاغلي بیدزینا ایوانیشویلي او د دغې ګوند نورو مخکښو څیرو ددغې ټاکنو د پايلو هرکلی کړی. خو بلخوا زورابيشويلي ویلي چې دا پايلې نه مني او ادعا يې کوي چې ټاکنې د روسیې په لاسوهنې سره تر سره شوي دي.

بلې خوا ټولو مخالفو ګوندونو دغه ټاکنې "غلا شوې" بللي او د حکومت پر ضد ېې لاريونونه ته دوام ورکړی و  او د اروپايي اتحاديې د غړيتوب خبرې اترې وځنډول شوې. کوباخيدزه په دغه ټاکنو باندې لګیدلي  تورونه رد کړي او ويلي ېې دي چې په ټاکنو کې هر ډول "بې نظمي" د نړۍ په نورو برخو کې د ټاکنو لپاره معمول دي. ولسمشر تر اوسه د محکمې د دغې پرېکړې په اړه څه نه دي ويلي.

وپلټۍ
نړیواله تودوخه: د بشريت او ځمکې لپاره یو مهم پړاو.
یو وخت چې جرمني د نړۍ پیاوړی اقتصاد درلود، اوس په بدلېدونکي نړۍ کې ولې له ستونزو سره مخ دی؟
ایران د جګړې ضد ټرمپ او د امنیت په لټه کې دیني عالمان په یوه نازکه کرښه روان دی.
د اسرائیلو د نسل وژنې جګړه د مسلمانانو وروسته عیسویان هم په تیښته دي.
د صهیونیسټانو ترهګرۍ ته یوه کتنه چې د اسرائیلو د تاسیس لامل شوه
د ټرمپ-نتنياهو په اړيکو کې د وفادارۍ او ترينګلتيا ترمنځ نوی پړاو.
د اسرائیلو د قضاوت د بیاکتنې لپاره د نتنیاهو د هڅو تر شا حقیقت.
ایا د رسنیو شرکتونو سره د ( اوپن ای آی ) مصنوعي زیرکتیا شرکت معامله خبریالان ګمراه کولی شي؟
په روم کې کولوسیم د تورکیې د ګوبکلي تپې لرغوني خزانې نندارې ته وړاندې کوي
د ارمنستان تحریک امیزه اقدامات اذربایجان لومړني برید ته هڅوي
په تیره یوه پيړۍ کې د نارينه وو قد د ښځو په پرتله له دوه برابره ډیر اوږد شوی دی
د سږو سرطان د وختي تشخیص لپاره نوې هیلې
تورکیې د اکسیوم سپیس سره د همکارۍ د پیاوړتیا لپاره نوی تړون لاسلیک کړ
د عون او سلام په مشرۍ سره، لبنان د روښانه راتلونکي لپاره هیله لري
د نیپال د کنفو راهبانې د پنځو کلونو وروسته د عامه بیا پرانیستلو جشن لمانځي
TRT Global ته یوه نظر واخلئ. خپلې نظریات شریک کړئ!
Contact us