د جرمني د هامبورګ څخه الهام اخیستل شوی نظر د عراق په موصل کې ژوندی شو. موصل ته راوړل شوی لومړنی چاپیریال دوسته ګرځنده کتابتون د تعلیم، پاکې انرژۍ او ټولنیزې بیا رغونې لپاره امید راژوندی کوي.
عراقي اکاډمیسین ډاکټر عبدالستار عبدالجبار د هامبورګ په کوڅو کې لیدلي ګرځنده کتابتون څخه الهام اخیستو سره ، دا پروژه موصل ته راانتقال کړه.
دا پروژه د عربي-جرمني د ځوانانو د علومو او بشري علومو اکاډمۍ (AGYA)، د موصل میراث بنسټ او کوریک ټیلیکام په همکارۍ پلي شوه. دا کتابتون چې د پنځو لمریزو تختو په واسطه چلول کیږي، د پاکې انرژۍ کارولو ته هڅونه ورکوي او لوستونکو ته د ایر کنډیشن له امله یو آرام چاپیریال وړاندې کوي.
په ګرځنده کتابتون کې د موصل د اوسیدونکو او کتابتونونو لخوا ډالۍ شوي له زرو څخه ډیر کتابونه شامل دي. دا لیپټاپونه ۱.۵ میلیونه وړیا ای-کتابونو او انټرنیټ ته لاسرسی چمتو کوي.
د موصل اوسیدونکو د پروژې له خوا د تعلیم او چاپیریالي پوهاوي تمرکز ستاینه وکړه. ګرځنده کتابتون د جګړې وروسته په موصل کې د کلتوري بیارغونې سمبول شو.
په پام کې ده چې کتابتون به د موصل شاوخوا سیمو ته سفر وکړي او ښوونځیو او پوهنتونونو ته به ورسیږي. دا پروژه په موصل کې کلتوري او علمي میراث بیا راژوندی کوي، چې د نینوا د لرغوني ښار کنډوالو کور دی.
دا پروژه ، په ځانګړې توګه د هغو ځوانانو لپاره چې د داعش د پیښو پرمهال يي تعلیم او زده کړې ته پناه وړې وه ځانګړی اهمیت لري. ګرځنده کتابتون هغو لوستونکو ته اسانتیا برابروي چې ثابت کتابتونونو ته د لاسرسي ستونزه لري. په موصل کې ګرځنده کتابتون نه یوازې کتابونو ته لاسرسی برابروي، بلکې ټولنیز پیوستون او د چاپیریال پوهاوی هم پیاوړی کوي.