د سويلي کوريا ولسمشر يون سوک-يول د شپې ناوخته په YTN تلويزيون کې په ژوندۍ بڼه په يوه حيرانوونکي پيغام کې د نظامي حکومت د اعلان خبر ورکړ. يون ددغې سخت ګام اخيستل اړين بللي او دغه پریکړه ېې د هېواد د آزادۍ او اساسي قانون د ساتنې لپاره کړې. ولسمشر یون مخالف ګوندونه د پارلماني بهير د ځنډولو په تور تورن کړل او ويې ويل چې د ګوندونو دغو کړنو هېواد له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.
يون په خپله وينا کې د حالت د بېړنيتوب په اړه ټينګار کړی او داسې يې ویلي: "زه د آزادې کوريا جمهوريت، د شمالي کوريا د کمونيستي ځواکونو له ګواښ څخه د ژغورلو، د خپلو خلکو آزادي او نېکمرغي لوټوونکو کمزورو شمالي کوريا پلوه ضد دولتي عناصرو د له منځه وړلو او د آزاد اساسي قانون نظام د ساتنې په موخه نظامي حکومت اعلانوم." خو هغه تر اوسه د نظامي حکومت تر اعلان لاندې د حکومت د پلان شويو ګامونو په اړه نور معلومات نه دي ورکړي.
د ولسمشر يون دغو څرګندونو په ځانګړې توګه د ډيموکراټيک ګوند په نښه کړی، کوم چې اوس مهال په ملي شورا کې اکثريت لري. په دې اونۍ کې دغه ګوند د څو لوړ پوړو څارنوالانو د ګوښه کېدو وړانديز کړی او همدارنګه يې د حکومت د بوديجې وړانديز رد کړی دی . د يون په اند، دغو سياسي کړنو د هیواد بحراني حالت ته لا نوره لمن وهلې ده.