"دیوالونه غوږونه لري."
د ډیرو منځني عمر لرونکو لبنانیانو لپاره، دا ویروونکې وینا هغه پراخه ویره منعکسوي چې د سوریې رژیم لاندې ژوند یې تعریفاوه.
خپلسري نیونې، د سیاسي مخالفینو ورکیدل او د دوامداره تاوتریخوالي ګواښ، په لبنان کې د ګاونډي سوریې چارواکو لخوا د ویرې یوه کلتور رامنځته کړی وو.
د سوریې ځواکونه په ۱۹۷۶ میلادي کال د جون په لومړۍ نیټه لبنان ته ننوتل، ادعا یې وکړه چې د سولې ساتونکو په توګه د لبنان کورنۍ جګړې ته مداخله کوي. خو د دوی شتون د جګړې له پای څخه ډیر وغځید او سوریې د ۳۰ کلونو لپاره پر لبنان پام وړ پوځي او سیاسي کنټرول درلود.
د سوریې ځواکونو لخوا اداره کیدونکي تلاشۍ پوستې په ټول لبنان کې خورې وې، سانسور عام و، او د سوریې پوځ لخوا نیونې عموماً د عیسوي مشر سمیر جعجع چې بندي شو، په جلا وطنۍ کې د پوځ جنرال میشل عون، او د طرابلس غوندې سني کلاګانو د پلویانو په نښه کولې.
د طایف تړون
د لبنان کورنۍ جګړه په رسمي توګه په ۱۹۹۰ کې د طایف تړون له لاسلیک وروسته پای ته ورسیده چې په ۱۹۸۹ کې لاسلیک شو. که څه هم تړون د سولې راوستو هڅه وکړه، خو د لبنان باندې یې د سوریې واکمني پیاوړې کړه.
تړون مهم اصلاحات راوړل چې د ماروني ولسمشر واکونه یې سني لومړي وزیر ته ولیږدول، د واک متوازن ویش یې رامنځته کړ. د لبنان فرقه یي سیاسي سیسټم یې بیا جوړ کړ چې د عیسویانو او مسلمانانو ترمنځ مساوي استازیتوب رامنځته کړي. همدارنګه د ملیشو وسله اخیستل یې اړین وګرځول، خو حزب الله د اسرائیلو نیواک پر وړاندې د مقاومت په دعوه معاف شو.
تړون د شاوخوا ۱۴،۰۰۰ سوریې ځواکونو تدریجي وتل وړاندوینه کړې وه خو موقتي واک یې ورکړ. سوریې له دې څخه په هیواد کې د خپل کنټرول د ټینګولو لپاره کار واخیست.
په داسې حال کې چې اسرائیلو سویل نیولی و، سوریې د لبنان په پاتې برخه او اقتصاد کې واکمني ټینګه کړه. د جګړې وروسته بیارغونه د شتمنۍ د جګړه مارو او سیاسي نخبګانو ترمنځ د ویش لامل شوه، د سوریې چارواکو په لارښوونه.
د رفیق حریري وژنه
په دې دوره کې، رفیق حریري چې په ۱۹۹۰مو کلونو کې سوداګر او لومړی وزیر و، د لبنان د یو پیاوړي، خپلواک دولت په توګه د بیا رغونې او د نیواکګرو له یوغ څخه د خلاصون هدف درلود.
خو دا لیدلوری د هغه د سوریې سره په ټکر کې واچاوه. د حریري ملاتړ د ملګرو ملتونو له ۱۵۵۹ پریکړه لیک څخه، چې د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل او د ملیشو وسله اخیستل یې غوښتل، په پای کې د هغه د وژل کیدو لامل شو.
د حزب الله غړي سلیم عیاش لخوا ۲۰۰۵ میلادي کال د فبروري په ۱۴ مه نيته د حریري وژنې ملت ته ټکان ورکړ او د مارچ د ۱۴مې خوځښت یې راوپاراوه چې د سوریې د واکمنۍ پای یې غوښت. ۲۰۰۵ میلادي کال د اپریل په ۲۶ مه نيټه، د پراخ کورني او نړیوال فشار لاندې د سوریې پوځ له لبنان څخه ووت.
د دې بریا شیبه د ټولو لخوا په یو ډول ونه لمانځل شوه. په ځانګړي توګه د هغو لبنانیانو لپاره چې د سوریې واکمنۍ لاندې وده کړې وه، دا وتل د پریښودلو احساس رامنځته کړ.
د سوریې د شاوخوا دیرش کلن شتون په اوږدو کې په لبنان کې، ډیرو خلکو له برابر شوي ثبات او حمایتي شبکو څخه ګټه پورته کړه. دې شبکو د سوداګرۍ وده، سیاسي ائتلافونه او اقتصادي فرصتونه اسانه کړل - خو عموماً یې د سوریې ګټو سره سم خلکو ته لومړیتوب ورکاوه.
په ۲۰۰۵ کې د سوریې پوځ له وتلو وروسته د واک تشه ژر د حزب الله لخوا ډکه شوه. حزب الله په ۱۹۸۲ کې لومړی د جنوبي لبنان کې د اسرائیلو د نیواک پر وړاندې د مقاومت خوځښت په توګه جوړ شو.
خو د لبنان له رسمي سیاسي سیسټم څخه بهر پاتې شو او تر ۱۹۹۲ پارلماني ټاکنو پورې حکومت ته داخل نشو. دا ټاکنې د عیسویانو د پراخ بایکاټ او د دوی د سیاسي مشرتابه د جلاوطنۍ یا نیول کیدو له امله بې برخې پاتې کیدو سره پای ته ورسیدې.
سیاسي ژوند ته په داخلیدو سره حزب الله له یوې ساده وسله والې مقاومتي ډلې څخه په یوه مهمه سیاسي قوه بدل شو.
د سوریې انقلاب
د ۲۰۰۴ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ د یو لړ سیاسي وژنو لبنان وځوراوه چې د خبریالانو لکه سمیر قصیر او جبران تویني سربیره، سیاستوال لکه پیر جمیل او محمد شطح یې په نښه کړي وو.
په ۲۰۱۱ کې د سوریې انقلاب پیل شوی و. د مارچ ۱۴ خوځښت د سوریې له مخالفو ډلو سره یوځای شو او د بشار اسد د رژیم پای یې وغوښت.
د روانې کورنۍ جګړې پر مهال له دوه میلیونو څخه زیات سوریایي کډوال لبنان ته پناه راوړه. دې حالت د هیواد پر لا دمخه کمزورو زیربناوو لوی فشار راوړ. په ۲۰۱۲ کې د سوریې رژیم د کمزوري کیدو پر مهال حزب الله چې د ایران د انقلابي ګارډ لخوا ملاتړ کیده، د رژیم د ژغورلو لپاره پوځي مداخله وکړه.
دې حالت د لبنان سیمه ییزو شخړو ته نور هم راښکیل کړ او په لبناني سیاست کې یې د حزب الله واکمني پیاوړې کړه.
د لبنان ولسمشري
په داسې حال کې چې دې حالت د اسد رژیم عمر اوږد کړ، ۱۲ کاله وروسته، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه د حماس په مشرۍ پر اسرائیلو د بریدونو وروسته حزب الله د "جبهو یووالي" تر نامه لاندې د فلسطین له مقاومتي ډلې څخه د ملاتړ اعلان وکړ. خو دا پریکړه په فاجعه پای ته ورسیده. د تیر کال په اوږدو کې د اسرائیلو بریدونو د حزب الله د مشرتابه کادرونه له منځه یوړل او د ډلې اغیز یې په پراخه کچه کمزوری کړ.
د دې پرمختګونو له امله زړور شوي، د سوریې مخالفینو د لږ مقاومت سره له ادلب څخه حلب ته پرمختګ وکړ، او بالاخره یې په دې میاشت کې د اسد رژیم نسکور کړ.
په لبنان کې د بدلون ټکی
دا وضعیت د لبنان لپاره د تاریخي بدلون معنی لري. د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په ۹مه، لبنان د کورنۍ جګړې له پای ته رسېدو راهیسې د سوریې له سیاسي لاسوهنې پرته د خپلو لومړنیو ولسمشریزو ټاکنو لپاره چمتووالی نیسي.
د لسیزو راهیسې، د لبنان ولسمشران اکثرا د سوریې په تایید سره ټاکل کېدل، او حتی د دوی د کار موده د اساسي قانون په خلاف ورزي سره غځول کېده. دا راتلونکې ټاکنې د حاکمیت او دیموکراتیک استازیتوب لپاره د بریا سمبول دی.
د تیرو سره مخ کیدل
د اسد د رژیم ړنګیدل نه یوازې د لبنانیانو لپاره سیاسي ازادي ده، بلکې د تیرو وختونو صدمې هم بیا پرانیزي. زرګونه کورنۍ لا هم د خپلو ورکو شویو عزیزانو د برخلیک په اړه د ځوابونو په لټه کې دي. خوشې شویو بندیانو د رژیم ظلمونه افشا کړل او ځینو ته یې تسلیت ورکړ، پداسې حال کې چې د نورو لپاره یې زیان لا پسې ژور کړ.
د حزب الله کمزوری کول
د حزب الله کمزوري کېدو په لبنان کې د ډیموکراتیک پرمختګ لپاره لاره هواره کړه. د ۲۰۲۲ کال په اکتوبر کې د میشل عون د ولسمشرۍ دورې له پای ته رسېدو راهیسې، حزب الله او د هغې متحدینو، د آزاد وطنپال غورځنګ او امل غورځنګ، سیاسي نظام فلج کړی وو، او د نوي ولسمشر د ټاکنې مخه یې نیولې وه.
خو د حزب الله پوځي نفوذ په سوریه کې د هغوی د اکمالاتي زنځیرونو او په لبنان کې د هغوی د هډو د ړنګیدو له امله د پام وړ کم شوی دی. په لبنان کې د سوریې پلوه انقلابي ځواکونو لخوا دا بدلون د هیواد په ادارو باندې د خپل تسلط کمولو لپاره د یو فرصت په توګه لیدل کیږي.
که چیرې په سوریه کې نوی اداره خپلې ژمنې پوره کړي، نو د لبنان او سوریې په اړیکو کې د تاریخي بدلون لپاره زمینه برابریدای شي. دا انتقالي دوره د لبنان او سوریې دواړو لپاره یو فرصت وړاندې کوي چې د کلونو دښمنۍ وروسته همکاري او باور بیا رامینځته کړي.
د سولې او عدالت لپاره هڅه
خو، د تلپاتې سولې او ثبات د ډاډمنولو لپاره انتقالي عدالت او حساب ورکونې ته پاملرنه اړینه ده. دواړه هیوادونه باید داسې پروسه جوړه کړي چې په کې د تیرو کړاوونه هیر نشي بلکه د یو ډیر عادلانه او ټول شموله راتلونکي لپاره اساس جوړ کړي.