زموږ په موبایلونو، په اعلاناتو، او په هر پاڼه کې چې مونږ يي رااړو ښکلا او سینګار شتون لري. ټولنیزې رسنۍ او تاثیر لرونکي خلک دا ټاکي چې ځوانې نجونې خپل ځان څنګه ویني. د ښکلا په اړه ویدیو ګانې په پیل کې د وخت د تیرولو یا ساعت تیرۍ په خاطر ننداره کیږي خو د وخت په تیریدو سره بیا انسان په کلاره کلاره روږدی کوي او فیشن او سینګار په عادت باندې بدلیږي. ایا تاسې پوهیږۍ چې څه پیښیږي کله چې ځوانې او تنکۍ نجونې د لویانو لپاره ډیزاین شوي ښکلا معیارونو او سینګار توکي استعمال کړي؟
په دې برخه کې، موږ څیړو چې څنګه تر ټولو زیات د ننداره شوو ویډیوګانو او تاثیر لرونکي کلتور لخوا د ښکلا په نامه د تنکیو نجونو چې لا بلوغ کچې ته ندي رسیدلي په ژوند اغیزې کوي.
په پیل کې هر څه د ښه ښکاره کیدو معصومې غوښتنې سره پیلیږي. ۱۱ کلنې سکارلیټ، د ښکلا او سینګار په برخه کې د تاثیر لرونکو کسانو د ویدیوګانو ننداره ډیره زیاته خوښیده. هغه د دوی د روښانه او ځلیدنکي جلد او ظاهري بڼې او په زړه پورې جلدي پاملرنې محصولاتو د ډیر زیات تاثیر او اغیزو لاندې راغلې وه. خو په ډیره کمه موده کې د هغې دا دلچسپي او د سینګار د توکو سره علاقه په یو عادت باندې بدل شول. د ویلو ده چې سکارلیټ لا لس کلنه وه چې د مخ کونجو په اړه اندیښمنه وه. هغه ددې په خاطر چې په راتلونکې کې په مخ کې کونجې پيدا نشي فیس واشونو، ماسکونه، سیرمونه او مرطوبونکو توکو استفاده پیل کړه چې په ډیره لنډه موده کې دا مواد د هغه لپاره د ژوند په یوې لازمي برخې بدل شول او په یو عادت بدل شول .
مګر ډیر وخت نه و تیر شوی چې هر څه سر چپه شول. یوه شپه، وروسته له دې چې هغه خپل عادي جلدي پاملرنې محصولات وکارول، د سکارلیټ مخ په سوځیدو پیل وکړ او د هغې پوستکي ټول زخم زخم شو. هغه محصولات چې هغې کارولي و، د لویانو لپاره ډیزاین شوي وو او د هغې نازک، ځوان پوستکي باندې ډیرې زیاتې منفي اغیزې کړې وې. څو میاشتې تیرې شوې خو سکارلیټ لا هم د خپل مخ د ټپونو او زخمونو و سره مبارزه کوله .
د سکارلیټ کیسه ځانګړې نه ده. دا د یو زیاتیدونکي رجحان انعکاس دی. حتا نن ورځ ۸ کلنې کوچنې ماشومانې هم چې د سینګار د توکو او کیمیايي موادو له امله يي دا ښکلي او نازکه جلدي زیانمند شوي دي جلدي ډاکټرانو ته مراجعه کوي.
د ویلو ده چې نن ورځ یو زیات شمیر د سینګار د توکو کمپنۍ د خپلو محصولاتو د پلورولو او بازار موندنې په موخه مشهورې او د خلکو په منځ کې تاثیر لرونکو خلکو نه استفاده کوي. حتا هغوې کوچنۍ او ځوانې نجوني هم هڅوي چې د جلد د پاملرنې په خاطر د هغه محصولاتو نه چې د لوړ عمر ښځو د جلدونو لپاره جوړ شوي دي استفاده وکړړي. مګر زیان یوازې فزیکي نه دی.
کارپوهان خبرداری ورکوي چې دا رواني زیان هم لري. داسې پلیټ فارمونه لکه انستګرام او ټیک ټاک چې د کوچنیو او ځوانو نجونو لپاره عکسونه او ښکلا او سینګار فلمونه وړاندې کوي لکه بې داغه او ځلیدونکی جلد ، نرمو وېښتان دوې په اصل کې همدا ځوانې نجونې د هدف لاندې نیسي. دا عکسونه او ویډیوګانې د فلټرونو او ایډیټ کولو نه وروسته نشریږي. مګر ځوانې نجونې ځینې وختونه په هغه څه چې دوې يي په خپلو سترګو هم شاهدي کوي باور نکوي او د هغوې پر رڼو او پاکو جلدونو او نرمو ویښتانو فریب خوري. داسې ګمان کوي چې دوی به په ریښتا هم داسې وي خو حقیقت داسې ندی.
د دې غیر واقعي عکسونو تاثیر او فشار کولی شي زیان رسونکي اغیزې ولري. ډیرې څیړنې ښیي چې د انسان لخوا د خپل وجود په ظاهري بڼه باندې ډیر زیات تمرکز کولی شي انسان ته زیان ورسوي. په اصل کې په ځان باندې د انسان باور او اعتماد په نفس له منځه وړي. لکه څنګه چې یو زیات شمیر ځوانې نجونې هڅه کوي چې د دې معیارونو سره ځان برابر کړي ، اصلي موخې ته د نه رسیدو او د عمر د لوړیدو سره د بعضو تغیراتو له امله دوی د روحي او رواني ناروغیو، په خپل ځان او نفس د اعتماد د لاسه ورکولو او حتی د ډیپریشن سره مخامخیږي. د ډیرو لپاره، د جلد پاملرنه نور د جلد د پاملرنې څخه وځي او په یو روږديتوب بدلیږي.
میا، یو ۱۴ کلنه نجلۍ له نیویارک څخه، چې د خپل جلد پاملرنې ته يي ډیر توجه نه کوله. مګر کله چې هغې اتم ټولګي ته داخل شوه، هرڅه بدل شول. ناڅاپه، د هغې په ښوونځي کې نجونو چې د جلد پاملرنې کړنلاره درلوده، او د ټولنیزو رسنیو تاثیرلرونکي خلک به يي تعقیبول هغې ته دقیقاً ښودل کیدل چې څه کولو ته اړتیا لري.
میا هم د خپل یو زیات شمیر نورو همټولګیانو او خلکو په څیر خپل اونیز خرڅ پیسې د سینګار او ښکلا د لوکسو محصولاتو په اخیستو په مصرف ورسولې. هغه څه یې اخیستل چې هغې د خپلې خوښې تاثیر لرونکو سره لیدلي وو. هغه څه چې د یو عادي تجسس په توګه پیل شوی و، په یوه ګران عادت بدل شو.
سپرې ګانې، سیرمونه، مرطوبونکي توکي، واش فیسونه او داسې نور ټول د لوکسو او قیمتي برانډونو څخه.
هغه محصولات چې هغې اخیستي وو، ډیر زیات ګران بیه وو. د جلد د پاملرنه یوازې د ښه ښکاره کیدو په اړه نه وه؛ دا په اصل کې ددوې روږیتوب کول وو. تاثیر لرونکو ورته دا احساس ورکړی وو .
په داسې ځوان عمر کې د جلد پاملرنې سره دا لیوالتیا د لویې ستونزې برخه ده.
دا په ځوانانو باندې د ټولنیزو رسنیو اغیزه ده. میا، لکه د هغې عمر ډیری نجونې، د "زما سره چمتو کیدل" ویډیوګانو د اغیزو لاندې راغلې وه، چیرې چې تاثیر لرونکي خپل ورځني روټینونه په اسانۍ سره د میلیونونو پلویانو سره شریکوي.
دا تاثیر لرونکي اکثرا د برانډونو لخوا پیسې ترلاسه کوي خو دوې خلکو ته داسې احساس ورکوي چې ویډیوګانې ډیرې شخصي دي. داسې ښکاري چې یوه ډیره نږدې دوسته او ملګرې خپلې بلې ملګرې ته مشوره ورکوي.
په اصل کې د اندیښنې وړ خبره داده چې دا ځوانې او تنکۍ نجونې د آنلاین ښوونیزو ویډیوګانو څخه څومره تفصیل او لارښوونې ترلاسه کوي. دوی ته په تدریجي توګه ښودل کیږي چې څنګه خپل بڼه په کامل ډول جوړه کړي په داسې عمر کې چې دوی یوازې د خپلې هویت جوړولو ته اړتیا لري. څیړنې ښیي چې د ظاهري بڼې سره لیوالتیا د روحي او رواني ناروغیو، ډیپریشن، او د بدن عکس العملونو ته وده ورکولی شي. لکه څنګه چې دا لیوالتیا وده کوي، د ښکلا صنعت د دې رجحان څخه ګټه پورته کوي.
څیړنې ښیي چې ۱۴ کلنۍ څخه کم عمر لرونکي ماشومان اوس د جلدي پاملرنې محصولاتو لویه برخه چلوي، په ځانګړې توګه د قیمتي برانډ محصولاتو لپاره. مګر ډیری محصولات چې دوی یې اخلي، د زهرجنو موادو لکه ریتینول او کیمیاوي ایکسفولینټس لري. دا مواد کیدای شي د ځوان پوستکي او جلد د اوږدمهاله زیان لامل شي. د جلد متخصصین وړاندیز کوي چې ماشومان یوازې په بنسټیزو توکو تمرکز وکړي. یوازې یو نرم پاکونکی، مرطوبونکی، او د لمر ضد کریم.
نور هرڅه د دوی لپاره ډیر دي. دا کولی شي داسې زیانونه رامینځته کړي لکه د وخت نه مخکې زړښت او داغونه.
خو د هغو خبرداریو سره سره چې د لویانو لپاره ډیزاین شوي محصولاتو د ځوان جلدونو لپاره خطرونو لري، ډیری شرکتونه لاهم دا محصولات دې زیان منونکي ټولنې ته پلوري. ځینې هېوادونه، لکه سویډن، د ماشومانو د ساتنې لپاره سخت قوانین لري. هلته، تنکي ځوانان د والدینو رضا ته اړتیا لري ترڅو د عمر څخه د لوړ عمر محصولات واخلي. مګر په نورو ځایونو کې، لکه د امریکا د کالیفورنیا کې ، د دې محصولاتو د پلور تنظیم کولو هڅې د ۱۳ کلونو څخه کم عمره ماشومانو لپاره ناکامه شوې.
ځینې والدین لپاره، مبارزه په اصل کې په خپل کور کې پیل کیږي. یو زیات شمیر والدین چې د خپلو ماشومانو د سینګار توکي او محصولات ویني دوې پخپله حیران پاتې کیږي. ځینې، لکه د میا مور، ساندرا، سخت ګامونه پورته کوي، او د ماشوم د جلد او روغتیا ساتنې لپاره ټول محصولات ایسته غورځوي.
په پیل کې، میا خفه او ناراضه وه. په پای کې، هغې د خپلې مور د پریکړې حکمت ولید. د یوه ساده کړنلارې سره، د هغې جلد او پوستکی ډیر روغ شو، او له هرڅه مهمه دا چې هغې پر ځان اعتماد ډير شو. خو د سکارلیټ مور، تر کومه چې د هغه د لور جلد خراب شوی نه وو هغه پدې نه پوهیده. هغې لا هم هغه محصولات پر ځای ددې چې د هغه د لور جلد شفاف او ښه کړي سوځولو له یاده نه وباسي. کله چې هغې د خپل لور درد او فیغان ولید هغه ډیره محتاطه شوه. نن ورځ، هغې د ماشومانو لپاره د جلد د پاملرنې د محصولاتو پر خلاف مبارزه کوي.
لکه څنګه چې د ښکلا او سینګار صنعت وده کوي او د ټولنیزو رسنیو اغیزې خپریږي، دا روښانه ده چې د ځوانو نجونو د دې فشار څخه د ساتنې لپاره نور څه ته اړتیا ده چې د ناممکن ښکلا معیارونو سره سمون ومومي. داسې کیسې لکه د میا او سکارلیټ ورځ تر بلې ډیرې لیدل کیږي. که څه هم ځینې والدین مداخله کوي، کارپوهان موافق دي چې بدلون باید له پورته څخه راشي. موږ اړتیا لرو له ځان څخه وپوښتو: موږ راتلونکي نسل ته واقعیا څه ښوونه کوو؟ ایا دا د ښکلا په اړه ده، یا د دې په اړه چې دوی څنګه خپل ځانونه قبول کړي ؟