پداسې حال کې چې دا کال هم پایته ورسید خو د اسرائیلو لخوا پر غزې او د اشغال لاندې لویدیځه غاړه کې پر فلسطینیانو وحشیانه او ظالمانه بریدونه د خپل ټول شدت سره دوام لري . همداراز، د اوکراین او روسیی تر منځ جګړه نه یوازی حل کیدو ته نیژدی نده، بلکه د اوربند نښي او نښانې هم نه ښکاري.
غزه او اشغال شوی لویدیځه غاړه کی وینی تویونې بی ساري کچی ته رسیدلي دي. ۲۰۲۴ کال کی له ۳۵ زرو ډیر فلسطینیان ووژل شول، چی دا د ۱۹۴۸ راهیسی د اسرائیلو اشغال او صهیونستي یرغل تر ټولو وژونکی کال و. اوکراین هم دواړو غاړو ته ۶۷ زره ځاني تلفات اوښتي دي ، چی د تاریخ یوه تر ټولو خونړی کال وو.
لبنان کی، د حزب الله او اسرائیلو تر منځ د نوامبر په پای پیل شوی نازک اوربند تر اوسه روان دی. خو پدې کال کی نژدی ۴ زره لبنانیان ووژل شول او د نتنیاهو حکومت بیلا بیلو دلایلو له مخی په کراتو له اوربند سره سرغړونې وکړې.
سوریه کې مخالفینو د نوامبر د میاشتې په وروستیو کې په یو ناڅاپي توګه د اسد رژیم پر خلاف پر بریدونو او عملیاتو لاس پورې کړ او د ۱۱ ورځو په څیر په ډیره کمه موده کې د اسد رژیم نسکور کړ. دا په اصل کې د سوریې د خلکو او مخالفینو لپاره یوه حیرانوونکې دوره وه. د ویلو ده چې سوري مخالفینو په هیواد کې د بعس رژیم د څو لسیزو واکمني ړنګه کړه او هیواد يي په واقعي توګه ازاده کړ.
۲۰۲۴ کال په عمومي توګه کی د وینو تویولو کال و. د وسلوالو شخړو موقعیت او پیښو معلوماتو (ACLED) پروژی د شمیرو له مخې ، په ۲۰۲۴ کال کې ، ټولټال ۲۳۳ زره کسان ووژل شول. دا شمیره، د ۲۰۲۳ کال په پرتله ۳۰ سلنه زیاتوالی ښايي. له ۲۰۱۹ راهیسی، تاوتریخوالی دوه چنده شوی، او نړۍ کی له هرو اتو کسانو یو کس شخړو قرباني شوی دی. د ACLED د معلوماتو له مخې ، دا تاوتریخوالی تر ټولو ډیر فلسطین کی شوی دی.
غزې برید
۲۰۲۴ کال، د فلسطین د خلکو لپاره تر ټولو خونړی، د دردونو او کړاونو نه د ډک یو کال په توګه په تاریخ کې ثبت شو. د ویلو ده چې په ۲۰۲۴ کال کې پر فلسطین د صهیونستانو لخوا ترسره شوی فشار او قتل عامونو یو پیرۍ ترسیوری لاندی راوسته. ددې وحشت، ظلمو او باربریت د پایته رسولو لپاره ، د حماس او اسرائیلو تر منځ اوربند لپاره مذاکرات پیل شول. دواړو غاړو په قطر کی د سولې مذاکراتو ته هیله درلوده. بالاخره د قطر، مصر او امریکا په منځګړیتوب د حماس او اسرائیلو ترمنځه اوربند وشو.
د دې پرمختګونو سره سره ، شنونکی د اسرائیلو لخوا د غزی اشغال د پای ته رسولو د مسئلې په اړه اندیښنه لري. نیو یارک ټایمز وروستي راپور له مخې ، اسرائیل، دی سمندري سیمی کی ۱۹ پوځي هډی جوړی کړی دی. همداراز، اسرائیلی ځواکونه غزی شمال او سویل برخی عملا بیلې کړی دي، او مرکزی برخه کی یی لوی پوځي تاسیسات جوړ کړی دی.
فلسطیني پروفیسور، لیکوال او سیاسي شننونکی کامل حواش، د اسرائیلو پراخیدونکی پوځي حضورد "اوږدمهاله اشغال" نښه ګڼي. هغه ټي آر ټي ورلډ ته خپله مرکه کی، وویل چې "اسرائیل د غزی له یوې سیمې څخه هم وتونکی نه دی، ځکه چی دوی به له دی ځایه څوک ووباسي؟" هغه د اسرائیلو نه د امریکا او لویدیځ نړۍ قوي ملاتړ ته اشاره وکړه.
د ویلو ده چې اسرائیلي مشرانو په کراتو اعلان کړی چی موخه یی فلسطینیان له غزی بشپړ ایستل دي. حواش وايي اوسنی عملیات سره ددې چې په بشپړ له منځه وړلو هڅه نه ښکاري، خو وایي چی اسرائیل د امریکا او برتانیا له ملاتړ سره "هر کار کولی شي.
له ۲۰۲۳ کال اکتوبر راهیسی، اسرائیلي بریدونو کې د ۵۰ زرو زیات فلسطینیان وژلي، چی ۱۴.۵۰۰ یی ماشومان دي، او ۱۰۶ زرو زیات کسان ټپیان شوي دي. د یونیسف اجرائیوی مشر کاترین راسل وایي، "د غزی ۱.۱ میلیون ماشومان زیربنایي ساتنی او رواني روغتیا ملاتړ ته اړتیا لري."
اوکراین جګړه
۲۰۲۴ کال، روسیې او اوکراین تر منځ په روانو شخړو کې تر ټولو خونړی کال وو. روسي ځواکونو کیف باندی واک ترلاسه کولو په خاطر، د اوکراین ختیځ سیمو کی مهم پرمختګونه وکړل، خو ولادیمیر زیلینسکي حکومت د مسکو د دې پرمختګونو په غبرګون او ځواب کې یو متقابل برید پیل کړ چې اټکل يي هم نه کیده. اوکرایني ځواکونو پدې برید کې د روسیی د کورسک سیمی ځینی برخی ونیولی.
د روسیی دفاع وزارت وایي، ۲۰۲۴ کال کی مسکو ۴.۵۰۰ کیلومتر مربع اوکراین خاوره ونیوله، چی هره ورځ منځنی توګه ۳۰ کیلومتر مربع پرمختګ سره برابره ده. وروستیو کی روسي ځواکونو اوکراین ختیځ کی استراتیژیک پوکروسک ښار ته نیژدی کیدلو سره، مهمو سیمو کنترول یی ترلاسه کړی دی.
همداشان څه موده مخکې د کرملین شاو خوا کی یو چاودنه، د روسیی راډیولوژیکی، کیمیاوی او بیولوژیکی برخی مشر جنرال ایګور کیریلوف ووژل شو. اوکراین د دی برید مسوولیت ومانه.
وکراین کیریلوف د کیمیاوي وسلو سره د بې ګناه اوکرایني وګړو پر وژلو تورن کړی وو.
د روسیې سیاسي کارپوه او ولادیمیر پوتین پخوانیو سلاکارانو څخه سرګي مارکوف په وینا جنرال ایګور یواځې د اوکراین لخوا نه بلکې په عینې وخت کې د امریکا لخوا وژل شوی دی. مارکوف ټي آر ټي ورلډ ته وویل چې دا د روسیې پر خلاف د امریکا انتقامي عملیات وو.
کیریلوف په۲۰۲۲ کال کې په یوه وینا کې، په اوکراین کې د پنټاګون فعالیتونه "د غیرقانوني پوځي او بیولوژیکي څیړنو لپاره یوه جبهه" وبلله او د امریکا د ډیموکراتیک ګوند غړي یې په اوکراین کې د بیولوژیکي وسلو فعالیتونو تمویل تورن کړل. "دا د پنټاګون یو له مهمو قراردادیانو څخه دی،" کیریلوف د میټابیوټا په نوم د پنټاګون قراردادي ته اشاره وکړه چې د هنټر بایډن د پانګونې فنډ لخوا يي ملاتړ کیږي.
۲۰۲۴ کال همدارنګه د اوکراین د کورسک سیمی پر وړاندی مهم پولي پورې غاړې عملیاتو شاهدي وکړه. وال سترایت جورنال دا عملیات "له دوهمی نړیوالی جګړی راهیسی د روسیی خاوری باندی لومړنی بهرنی یرغل" وباله. دا عملیات د کیف د مقاومت وړتیا ښودلو او لویدیځ پرله پسی پوځي ملاتړ ته اشاره وه.
تاریخی پلوه ، دوهمه نړیواله جګړه کی د نازی المان او شوروی اتحاد تر منځ تر ټولو لوی زرهي جګړه چی کورسک کی وشوه، ۲۰۲۴ کال کی بیا یو ځل نمادین جګړه رامنځته شوه. زیلینسکي حکومت دی عملیات سره ناټو هیوادونو ته روښانه پیغام ورکړ: اوکراین مقاومت ته دوام ورکوي او زیاتیدونکی وسلو ملاتړ مستحق دی.
پر لبنان د اسرائیلو برید
۲۰۲۴ کال کې د اسرائیلو وحشیانه او ظالمانه بریدونه یوازې د غزی پوری محدود نه و، بلکی ګاونډي لبنان باندې هم بریدونه وکړل. د ویلو ده چې لبنان د څو لسیزو راهیسې په دومداره توګه د اسرائیلو د بریدونو او ظلمونو سره مخامخ دی.
اسرائیلو په لبنان بریدونه د سپتمبر په میاشت کی پیل کړل. اسرائیلو لومړی پر لبنان کې د حزب الله پر ډې د بیسیم دستګاګانو په منځ کې د ځای په ځای کړو چاودیدونکو توکو د هممهاله چولو سره برید وکړ او پدې بریدونو کې ګنشمیر کسانو ته مرګ ژوبله واړوله. تیره میاشت، لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو دی وژونکو بریدونو مسوولیت ومانه.
د سپتمبر په پای کې ، اسرائیلو لبنان کی د حزب الله مشرانو او لوړ پوری سیاسی شخصیتونو باندی هوایي برید پیل کړل. دی بریدونو کی، د حزب الله پخوانی مشر حسن نصرالله ووژل شو. همداشان لنډه موده وروسته د حسن نصرالله ته ځای ناستی هاشم صفی الدین هم د اکتوبر پر پیل کی ووژل شو.
اکتوبر کی، اسرائیلي ځمکنی ځواکونو لبنان ته ننوتل. دا ۲۰۰۶ کال له حزب الله-اسرائیلو ترمنځه پوځي جګړې راهیسی اسرائیلو لخوا پر لبنان لومړنی ځمکنی عملیات و، چی د دی سمندري هیواد شپږمه ځل اشغال ته اشاره کوي. اسرائیلو برید زرګونه لبنانیان ووژل او له ۱۶ زرو زیات کسان یی ټپیان کړل.
۲۷ نوامبر، حزب الله او اسرائیل دواړه ځانونه بریالي اعلان کوونکی یوه اوربند موافقه ته ورسیدل. خو د لبنان چارواکو وویل، اسرائیلي ځواکونو ده شکننده اوربند څخه ۲۰۰ ځلی سرغړونه کړې ده .
اسد رژیم نسکوریدل
سره ددې چې د ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې په سوریه کې خونړۍ جګړو دوام درلود او یو ډیر خونړی کال وو ، همداشان کال په سوریه کې د بعث رژیم د واکمنۍ وروستی کال هم شو. د ۲۰۲۴ کال په وروستیو کې په سوریه کې د اسد رژیم نسکور شو . اسد رژیم د ۱۳ کلنی بیرحمه کورنی جګړی پر مهال تر ۵۰۰ زرو زیات بې ګناه کسان ووژل او د هیواد نفوس نیمایی بیځایه کړل او کډوالۍ ته اړ کړل.
۲۰۱۱ کال د عرب پسرلي سره پیل شوی اوږده کورنی جګړه کی، د اسد د رژیم مخالفینو هیڅکله بشپړ بریا نه وو ترلاسه کړی. د اسد رژیم چې د روسیې او ایران قوي ملاتړ تر شا درلود پر مخالفینو د فشارونو او بریدونو د زیاتولو سره سوریی شمال لویدیځ کی ادلب ولایت ته په شا وتنبول.
همداشان اسد رژیم پر مخالفینو د وروستیو فشارونو او بریدونو نه وروسته د نوامبر د میاشتې په پای کې د حیات تحریر الشام مشری لاندی مخالف ډلو، د اسد رژیم پر خلاف ناڅاپی بریدونه پیل کرل او د برق د سرعت په څیر پرمختګ پیل کړل. شمالی سوریه کی چټک پرمختګ، د هیواد تر ټولو لوی او تاریخی ښارونو له جملی حلب نیولو سره پای ته ورسید. همداشان مخالفو ډلو وروسته، د حماه ښار هم ونیو. حماه له ۱۹۶۰ کالونو راهیسی د اسد کورنی بیرحمه واکمنی هدف و.
د حلب او حماه ښارونه چې د کورنۍ جګړې پر مهال تل د اسد رژیم تر کنټرول لاندې پاتې شوي وو چټک سقوط په اصل کې د اسد رژیم د ړنګیدو ښکاره نښه وه. د ډسمبر په اتمه مخالف ډلو پرته د هر ډول مقاومت سوریی لرغونی پلازمینه دمشق ته ننوتل. رژیم پوځ ورک شو او بشار اسد، خپله کورنی سره مسکو ته وتیښتید.
رژیم له ړنګیدو وروسته، مخالف ډلو لنډمهاله حکومت جوړ کړ. دی حکومت مشری ته نوی لومړی وزیر محمد البشیر او د حیات تحریر الشام مشر احمد الشرع بیا د لنډ مهال حکومت د مشر په توګه وګمارل شول. تر اوسه دا انتقالی پروسه په سوله ایزه توګه پر مخ روانه ده او له جګړه ستومانه ولس ته هیله وربخلې ده.
د سوریې یو تن لیکوال عمر الحریری، ټي آر ټي ورلډ ته وویل، "دا ټولو مظلومانو او نړۍ پر مخ انقلابیونو ته یو پیغام دی. حق بریالی کیدونکی دی او خلک به ټولو ظلمونو او وینو تویولو سره سره بریا ترلاسه کړي. خپلی هیلی له لاسه مه ورکوئ."
نوری جګړې : سوډان او میانمار
سره ددې چې په ۲۰۲۴ کال کی سوریه کورنی جګړی پای ته ورسیده خو د نړۍ په نورو سیمو کې خونړۍ جګړې او وژنې دوام لري.
سودان کې د څه باندې ۲۰ میاشتنې کورنۍ جګړې پر مهال په نړۍ کې د خلکو تر ټولو ستر د بې ځایه کیدو تر ټولو د ستر بحران شاهدي وکړه. سوډان کې پوځی ځواکونو او ملیشه پوځی ډلی تر منځ روانی جګړه کې ، هیواد نفوس ۳۰ سلنه بیځایه شوی دی. همدارنګه، زیاتیدونکی قحطۍ بحران میلیونونه کسان اغیزمن کړي. همداشان د نوموړو جګړو له امله تر ۲۴۰۰۰ زیات کسانو ژوند د لاسه ورکړی دی.
میانمار پوځی کودتا واکمنی لاندی زیاتیدونکی تاوتریخوالی سره کال پای ته ورسوه. پوځی رژیم او حکومت مخالفو ډلو تر منځ جګړې او شخړې مخ په ډیریدو دي. نړیوال جرمی محکمه هیواد تر ټولو لوړ پوری پوځی مشر لپاره نیونی امر صادر کړ. خو دا ګام، هیواد کی ستونزو کمولو پر ځای، شخړې نوری هم زیاتې کړې.