د غزې جګړه
9 دقیقې خواندن
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د ډاکټر عدنان البرش مړینه او د اسرائیلي چارواکو لخوا د هغه د جسد نه سپارل، د شکنجې له امله د هغه د مړینې اندیښنې نورې هم زیاتې کړي دي.
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
February 19, 2025

یو څه موده مخکې جګړه ځپلو او د اسرائیلو د ظالمانه او بې رحمانه بریدونو او نسل وژنو قرباني  فلسطینیان د یو بل خراب  خبر سره ټکان وخوړ.  مشهور روغتیاپال  ډاکټر عدنان البرش، چې د بمباریو په دوران کې یې هم د غزې د  ټپیانو درملنه کوله، د اسرائیلي پوځ په توقیف کې ووژل شو.

البرش، چې د غزې په بمبار شوي الشفا روغتون کې د هډوکو د څانګې مشر و، د اسرائیل په عوفر پوځي زندان کې مړ شو چې د نیول شوي لویدیځې غاړې کې موقعیت لري او د فلسطینیانو لپاره د غیر انساني شرایطو لرونکی توقیف مرکز په توګه پېژندل کېږي.

فلسطیني الاصله انګلیس د  پلاستیکي او بیارغونې جراح ډاکټر غسان ابو سطیح، چې د تېرو جګړو پر مهال یې د غزې په روغتونونو کې د البرش سره ګډه کار کاوه، وايي: "هغه تر مړینې پورې وهل شوی دی. هغه  بندیان چې د هغه سره په یو زندان  کې وو، ویلي چې په مخ او سر یې د ټپونو نښې وې."

د البرش د مړینې خبر هغه وخت ښکاره شو، کله چې د مې د میاشتې په دویمه نيټه  د کرم ابو سالم په سرحدي نقطه کې خوشې شویو بندیانو فلسطیني غیر دولتي موسسو ته دا خبره وکړه. اسرائیلي پوځ ژر دا تائید کړه چې ډاکټر په حقیقت کې د اپریل په ۱۹مه مړ شوی دی.

اسرائیلیانو د البرش جسد د سپارولو څخه انکار وکړ او فعالان وايي چې دا ځکه چې تل ابیب نه غواړي نړۍ د هغه د شکنجې له لارې وژل کېدو په اړه په هر څه اګاه پوه شي.

ابو سطیح وايي، "نړیوال روغتیايي سازمان باید د هغه د جسد بیرته سپارلو غوښتنه وکړي ترڅو د مړینې سبب معلوم شي او د هغه کورنۍ ارامي ومومي. د اسرائیل په زندانونو کې د ۱۰۰ روغتیايي کارکوونکو ژوند اوس هم  په خطر کې دی."

د مې په ۱۱ مه ، سي ان ان  یو څېړنیز راپور خپور کړ چې د توقیف مرکزونو کارکوونکو سره په مرکو ولاړ و او دا توضیح ورکوي چې څنګه د غزې څخه نیول شوي فلسطینیان وهل کیږي، سترګې یې تړل کیږي، د زلوانو  له امله پر لاسونو د رامنځته شوو ټپونو له امله څه ډول د هغوې لاسونه پرې کیږي، او د غچ اخیستنې په احساس سره لغتې او سوکان ورکول کیږي.

ابو سطیح وايي چې البرش او بل فلسطینی ډاکټر احمد مهنا د دسمبر میاشت کې د "ملي امنیت" په دلیل نیول شوي وو، کله چې اسرائیلي پوځ د غزې په جبالیه کمپ کې د العودة روغتون باندې یرغل وکړ. له هغه وخت راهیسې، د هغوی د وضعیت په اړه هیڅ معلومات نه وو تر هغه چې اسرائیل د البرش مړینه په عوفر زندان کې تائید کړه.

ابو سطیح TRT World ته وايي چې مهنا تر اوسه په زندان کې دی: "نه وکیل شته، نه ICRC، هیڅ نشته." ابو سطیح زیاته کړه چې د فلسطینیانو لپاره چې د اکتوبر ۷ راهیسې نیول شوي هیڅ قانوني استازیتوب نشته، د بهرنیو خلکو سره اړیکه نشي نیولی، او "هیڅ محکمه يي پروسه" نشته.

له پامه غورځول

د فلسطین د دوو بندیانو ټولنو د مې په دویمه په خپله اعلامیه کې اعلان وکړ چې له غزې څخه لږ تر لږه ۱۸ فلسطینیان د اسرائیلو په بند کې وژل شوي، چې ډاکټر البرش هم پکې شامل و.

په زندانونو کې د شکنجې ډیر شواهد شتون لري، خو په لویدیځه نړۍ کې مشران د کوم ګام پورته کولو کې بې میله دي. په همدې حال کې د امریکا د متحده ایالاتو تیر ولسمشر جو بایډن اداره په دې بوخته وه چې خپل حیاتي متحد اسرائیلو ته څه ډول وسلې ورکړي.

ميلينا انصاري، چې د انساني حقونو د څارنې ټولنې (HRW) کې د اسرائیلو او فلسطین مرستیاله څیړونکې ده، وایي: "د ډاکټر عدنان البرش او نورو د مړینې په اړه چې د اسرائیلو په حراست کې پيښ شوي، خپلواکې څیړنې، عدالت او حساب ورکول ډیر مهم دي. اسرائیل باید د ډاکټر عدنان جسد د جنازې درناوي لپاره د هغه کورنۍ ته وسپاري."

انصاري، چې د ټي آر ټي ورلډ سره یې خبرې کولې وویل: "بې سزایي نور د بشري حقونو سرغړونې هڅوي؛ اسرائیل لسیزو راهیسې د فلسطیني بندیانو سره ناوړه چلند او شکنجه کوي." انصاري دا نه وویل چې د البرش مړینه د جنګي جرم استازیتوب کوي که نه، خو د هغې ټیم "د فلسطیني بندیانو ضد شکنجه او ناوړه چلند" مستند کړی دی.

د مړو په وړاندې جګړه

 د شکنجې او ناوړه چلند راپورونو څخه هاخوا، تل ابیب د فلسطینی بندیانو جسدونه ساتلو پالیسي کاروي.

د ۲۰۱۹ کال کې د القدس د حقوقي مرستې او بشري حقونو مرکز (JLAC) له خوا خپور شوی راپور وایي چې د اسرائیلو قوانین حکومت ته اجازه ورکوي چې د فلسطینیانو جسدونه "د پراخه ضد بغاوت پروګرام په توګه" وساتي او هغه "د احتمالي معاملې په توګه" وکاروي.

انصاري وایي: "په ۲۰۱۷ کال کې د اسرائیلو سترې محکمې پریکړه وکړه چې دولت د جسدونو ساتلو لپاره قانوني بنسټ نلري. په ۲۰۱۹ کې یې مخه بدله کړه او د حکومت پالیسي یې تائید کړه چې د حماس سره تړلي کسانو او هغو کسانو جسدونه وساتي چې اسرائیلیان یې وژلي یا ټپي کړي دي."

خو دا پالیسي د نړیوال بشردوستانه قانون په څرګنده توګه ماتوي، کوم چې "په غوښتنه د هغو اړخونو چې دوی ورپورې تړلي دي، د وفات شویو جسدونه بیرته ستنولو لپاره هڅه کول" لازم بولي.

"د هغو کسانو کورنیو ته چې په کوم جرم نه دي تورن، قصداً او غیرقانوني سزا ورکول، د ډله ییزې سزا یو ډول دی، کوم چې د نړیوال بشردوستانه قانون بله جدي سرغړونه ده. همدارنګه، د وفات شویو کسانو کورنیو سره ظالمانه، غیرانساني یا سپکاوي چلند په معنی کیدای شي، کوم چې د نړیوال بشري حقونو قانون سرغړونه ده."

اوس د البرش کورنۍ هم شکنجه کیږي.

"تر اوسه مو د هغه جسد نه دی ترلاسه کړی او له خدای څخه دعا کوم چې هغه د شمېرو په هدیره کې خښ نه شي یا جنوب ته ونه غورځول شي. زه غواړم چې هغه شمال ته راستون شي ترڅو زه له هغه سره خدای پامانی وکړم او وګورم چې د شهادت څخه مخکې د هغه وروستي شېبې څنګه وې،" د ډاکټر عدنان میرمن ام یزن الجزیرې ته وایي. هغه باور لري چې د هغې میړه د اسرائیلو لخوا په شکنجه کولو سره وژل شوی دی.

انصاري، چې پخوا یې د فلسطیني بندیانو سازمان الضمیر سره کار کاوه، وایي چې د اسرائیلو دا پالیسي لسیزې په دندې ده او د مړو جسدونه معمولاً په موْرګونو کې ساتل کیږي یا د "شمېرو په هدیره" کې خښیږي. "د ۱۹۹۰ کلونو راهیسې داسې بندي شته چې جسد یې ساتل کیږي."

"دا د فشار، د تسلط سیسټم یوه برخه ده. د کورنیو سزا ورکولو او نورو د ډارولو لپاره" انصاري وایي.

هغه وایي چې اسرائیلیان ښایي د بشري حقونو سرغړونو په اړه شواهد هم پټ کړي. الضمیر پخوا راپور ورکړی و چې د جسدونو ساتلو عمل هغه څیړنې خنډوي چې ښایي د بې محاکمې وژنو په شرایطو رڼا واچوي.

د البرش په مړینې سره، په تیرو ۷ میاشتو کې لږ تر لږه ۴۹۶ د روغتیایي سکټور کارکوونکي د اسرائیلو پوځ لخوا وژل شوي دي.

د اسرائیلو په غزې باندې په بریدونو کې له ۵۰۰۰۰ څخه زیات فلسطینیان وژل شوي چې زیاتره یې ښځې او ماشومان دي.

البرش د غزې په شمال کې په جبالیه کې زیږیدلی و. هغه په رومانیه کې طب ولوست او په انګلستان او جرمني کې یې په روغتونونو کې طبي زده کړې وکړې.

"هغه په رښتیا د ژوند مینه وال و. هغه به سهار وختي راپاڅیده ترڅو کار ته له راتلو وړاندې سمندر ته ولامبي. هغه به په ژمي کې هم لامبو. هغه ډیر ژوندی و، تل به موسکی و،" ابو سیټه وایي.

په ۱۴ نومبر ۲۰۲۳ کې البرش د غزې له تر ټولو لوی روغتیایي مرکز، الشفا روغتون څخه یو احساساتي ویډیو ثبت کړ. هغه نړۍ ته وښودله چې روغتون څنګه مجبور دی چې د برښنا او اوبو پرته کار وکړي.

د البرش لپاره په ۸ مۍ کې د لندن د کینګز کالج مخې ته یو یادغونډه ترسره شوه، چیرې چې هغه د هډوکو د جراح په توګه زده کړې کړې وې.

"ډاکټر عدنان البرش په یقیني توګه د فلسطینیانو د کړاوونو تر څنګ د ټینګار او زړورتیا سمبول و. هغه خپل ژوند د خلکو روغولو او درملنې ته وقف کړی و،" مخکښ فلسطیني-امریکایي پروفیسور سامي العریان وایي.

عریان چې د TRT نړۍ سره خبرې کولې، وویل، "هغه د جګړې په مهال په روغتون کې د هډوکو د جراح په توګه خپله دنده تر سره کولو پر مهال ونیول شو.

پروفیسور زیاتوي چې هغه "له خپل ژوند څخه تیر شو" ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې فلسطینیان "له خپلو حقونو څخه تیریږي نه" او د خپلواکۍ ترلاسه کولو پورې به د اسرائیلو ظلم په وړاندې مقاومت ته دوام ورکړي.

انګلیسي-فلسطینی ښوونکی او تحلیلګر کامل حواش وایي، "هغه یو عالي ډاکټر او د هر هغه چا لپاره چې ما ورسره خبرې کړي د حیرانتیا وړ انسان و."

حواش TRT نړۍ ته په خپل بیان کې وویل، "دا یوازې دا ښیي چې اسرائیلیان فلسطینیان د انسانانو په توګه نه ګوري."

حواش وایي چې د اسرائیلو له خوا د البرش جسد د هغه  کورنۍ ته له سپارلو څخه انکار کول د فلسطینیانو څخه "د انتقام اخیستلو عمل" دی. حواش په لیوالتیا سره هغه ورځ ته سترګې په لار دی چې د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو او نور اسرائیلي مشران به په لاهه کې د جنګي جنایتکارانو په توګه محاکمه شي د هغو جنایتونو له امله چې دوی د فلسطینیانو په وړاندې ترسره کړي دي.

ښایي هغه څه چې اسرائیل پرې  پوه نه دی، دا دی چې د ټول ظلم سره سره، په غزه کې فلسطینیان به خپل کورونه پرې نږدي. د البرش ژوند هم د دې ثبوت دی.

"د یو څوک په توګه چې په جرمني، اردن او انګلستان کې یې زده کړې کړې، هغه کولی شول په نړۍ کې په هر ځای کې په اسانۍ سره دنده ومومي. خو کله چې ما د ۲۰۲۱ کال د جګړې پر مهال له هغه څخه وپوښتل 'ایا ته له بیرته راتګ څخه پښیمانه یې' البرش وویل چې هغه هیڅکله هم په غزې پرته بل ځای کې د ژوند کولو تصور نه شي کولی" غسان ابو سیټه وایي.

وپلټۍ
نړیواله تودوخه: د بشريت او ځمکې لپاره یو مهم پړاو.
یو وخت چې جرمني د نړۍ پیاوړی اقتصاد درلود، اوس په بدلېدونکي نړۍ کې ولې له ستونزو سره مخ دی؟
ایران د جګړې ضد ټرمپ او د امنیت په لټه کې دیني عالمان په یوه نازکه کرښه روان دی.
د اسرائیلو د نسل وژنې جګړه د مسلمانانو وروسته عیسویان هم په تیښته دي.
د صهیونیسټانو ترهګرۍ ته یوه کتنه چې د اسرائیلو د تاسیس لامل شوه
د ټرمپ-نتنياهو په اړيکو کې د وفادارۍ او ترينګلتيا ترمنځ نوی پړاو.
د اسرائیلو د قضاوت د بیاکتنې لپاره د نتنیاهو د هڅو تر شا حقیقت.
ایا د رسنیو شرکتونو سره د ( اوپن ای آی ) مصنوعي زیرکتیا شرکت معامله خبریالان ګمراه کولی شي؟
په روم کې کولوسیم د تورکیې د ګوبکلي تپې لرغوني خزانې نندارې ته وړاندې کوي
د ارمنستان تحریک امیزه اقدامات اذربایجان لومړني برید ته هڅوي
په تیره یوه پيړۍ کې د نارينه وو قد د ښځو په پرتله له دوه برابره ډیر اوږد شوی دی
د سږو سرطان د وختي تشخیص لپاره نوې هیلې
تورکیې د اکسیوم سپیس سره د همکارۍ د پیاوړتیا لپاره نوی تړون لاسلیک کړ
د عون او سلام په مشرۍ سره، لبنان د روښانه راتلونکي لپاره هیله لري
د نیپال د کنفو راهبانې د پنځو کلونو وروسته د عامه بیا پرانیستلو جشن لمانځي
TRT Global ته یوه نظر واخلئ. خپلې نظریات شریک کړئ!
Contact us