نړۍ
5 دقیقې خواندن
د امریکا لخوا د جزا پر نړۍوالې محکمې بندیزونه ایا د اسرائیلو د جنګي جنایتونو د څیړولو مخه نیولی شي؟
د امریکا لخوا د جزا پر نړۍوالې محکمې بندیزونونه ولګول شول
د امریکا لخوا د جزا پر نړۍوالې محکمې بندیزونه ایا  د اسرائیلو د جنګي جنایتونو د څیړولو مخه نیولی شي؟
ټرمپ
17 فوریه 2025

د امریکا متحده ایالتونو لخوا  د نړیوال جنایي محکمې  پر وړاندې بندیزونه د نړیوال جنایي محکمې  پر ضد  د یو نوي کمپاین پیل دی، چیرته چې نړۍ د امریکا هغو هلو ځلو چې عدالت ته د رسیدو نړیوال هڅو ته زیان رسوي شاهدي کوي.

امریکا متحده ایالتونو  هغه قانون تصویب کړ چې د تیرو ۱۵ میاشتو راهیسې د فلسطینیانو پر وړاندې د نسل وژنې له جرمونو د اسرائیلي مشرانو د ساتلو موخه لري.

جمهوري غوښتونکو د کانګرس د واک بدلون وروسته وړاندیز شوی قانون، د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او پخواني دفاع وزیر یواو ګالانت د نیولو د امر پر وړاندې د  نړیوال جنایي محکمې باندې د  بندیزونه وړاندیز کوي.

سیاسي استراتژیست اشیش پراشار وایي چې امریکا دا حرکت د نړیوال قانون پر پلي کولو کې ناوړه دوه مخیز معیار ښکاره کوي.

"لویدیځ تیره ددې قانون د تصویب سره روښانه کړه چې نړیوال قانون اصلاً هغوی ته د حساب ورکولو لپاره نه دی طرح شوی،"

"لویدیځ پخوا هم دا روښانه کړه: نړیوال قانون د افریقایي واکمنانو او روسیې لپاره دی، حال دا چې لویدیځ ډیری ځله وژنې، جنګي جرمونه او نسل وژنه ترسره کړي دي."

د نا مشروع محکمې د مخنیوي قانون

"د نا مشروع محکمې د مخنیوي قانون" اوس د مشرانو تصویب  ته انتظار باسي. دا قانون د نړیوال جنایي محکمې   ته د امریکایانو یا اسرائیلیانو د محاکمه کولو هلو ځلو سره د مرستې لپاره د بندیزونو وړاندیز کوي.

دغه بندیزونه شامل دي: د شتمنیو کنګلیدل او د محکمې هلو ځلو ته مالي یا اقتصادي مرسته کوونکو د ویزو د غوښتنلیک رد.

دا بندیزونه هغه مهال وړاندیز شوي چې نړیوالو بنسټونو او متخصصینو ترمنخ د اسرائیلو د غزه جنګي جرمونو د نسل وژنې په توګه پیژندلو کې اجماع مخ لویدو وه.

نړیوال جنایي محکمې   پر نتنیاهو او ولانت باندی د تیر کال نوامبر میاشتی د نیولو تاریخي امر سره، د حساب ورکولو میکانیزمونو د پراخولو لپاره زمینه برابره کړه.

ایا د امریکا بندیزونه د لویدیځ چلند بدلولی شي؟

د امریکا لخوا د جرمونو نړیوالې محکمې پر وړاندې د وړاندیز شویو بندیزونو وروسته، ډیری لویدیځ هیوادونه، لکه انګلستان، فرانسه، جرمني او پولنډ، احتمال لري چې د واشنګټن سره یو ځای شي.

پراشر وايي: "زه فکر کوم چې موږ به د هغو حکومتونو له خوا د غبرګونونو یوه ډله وګورو چې په دوامداره توګه یې دا نسل وژنه رد کړې، دې نسل وژنې ته یې وسله ورکړې، او د هغې په وړاندې یې دریدلي نه دي."

"اوس د اروپايي متحدینو لپاره وخت دی چې خپل دریځ بدل کړي او د امریکا په وړاندې ودریږي." "دوی باید وښيي چې ایا دوی په نړیوال قانون باور لري که نه."

واشنګټن په تاریخي ډول د جرمونو نړیوالې محکمې ته د پام وړ ننګونې وړاندې کړې دي او کله چې دا محکمه د امریکايي پرسونل یا د هغې د متحدینو - په ځانګړي توګه اسرائیلو - د جنګي جرمونو په اړه تحقیقات کوي نو په فعاله توګه یې مخالفت کړی دی.

په دې فشار راوړونکو تاکتیکونو کې د  نړیوال جنایي محکمې   چارواکو ته بندیزونه لګول او پر غړو هیوادونو فشار راوړل شامل وو چې د هغو تحقیقاتو ملاتړ بیرته واخلي چې د امریکا ګټو سره په ټکر کې وو.

د  نړیوال جنایي محکمې   پر چارواکو د اسرائیلو استخباراتي فشارونه

هغه معلومات چې د اسرائیلو د استخباراتو لخوا د کلونو راهیسې د نړیوال جنایي محکمې   چارواکو په اړه د جاسوسۍ په اړه راپورته شوي د فشار کچه هم څرګندوي.

امریکا مخکې د ټرمپ ادارې پر مهال په افغانستان کې د امریکا د جنګي جرمونو او په فلسطیني سیمو کې د اسرائیلو د جنګي جرمونو په اړه د نړیوال جنایي محکمې   د څېړنو له امله د  نړیوال جنایي محکمې  پر مشرې څارنوالې فاتو بینسودا او نورو کارمندانو بندیزونه لګولي وو.

په ځانګړي ډول، بنسودا د موساد مشرتابه لخوا مستقیم ګواښونه ترلاسه کړل. دا ګواښونه د دې لپاره وو چې د اسرائیلو په وړاندې د قضیو د وړاندې کولو څخه  د نړیوال جنایي محکمې  مخه ونیسي.

د بایډن ادارې وروسته دا بندیزونه لرې کړل، خو اوس د هغوی د بیا لګولو هڅه د پام وړ قانوني او اخلاقي پوښتنې راپورته کوي.

د سیاسي مخالفت زیاتوالی

سیاسي مخالفتونه هم مخ په زیاتیدو دي. د ۲۰۲۴ کال په اپریل کې، د امریکا د جمهوري غوښتونکو سناتورانو یوې ډلې د نړیوال جنایي محکمې   اوسني څارنوال کریم خان ته خبرداری واستاوه. سناتورانو ګواښ کړی چې که چیرې د نیولو دا حکمونه پر خپل ځای پاتې شي نو پر خان او د  نړیوال جنایي محکمې   نورو چارواکو او د هغوی پر کورنیو به بندیزونه ولګول شي.

پراشر وايي"د جرمونو نړیواله محکمه او قاضیان پوهېدل چې که دوی د نیولو دا حکمونه صادر کړي، نو دوی به مجازات شي، سزا به ورکړل شي او برید به پرې وشي."

"امریکا د اسرائیلو او ځان لپاره هیڅ حساب نه غواړي." ځکه چې د اسرائیلو حساب ورکول پدې معنی دي چې امریکا نه  هم حساب پوښتل کیږي،  ځکه چې اسرائیلو ته یې د دې نسل وژنې د ترسره کولو لپاره ټول سیاسي او پوځي ملاتړ برابر کړی.

 د نړیوال جنایي محکمې   په تحقیقاتو د بندیزونو اغیز

ګمان  نه کېږي چې د امریکا لخوا وړاندیز شوي بندیزونه به د اسرائیلو په اړه د  نړیوال جنایي محکمې   تحقیقات په بشپړه توګه له خنډ سره مخ کړي. په هرصورت، دا اقدامات ممکن عملیاتي ستونزې رامینځته کړي؛ د مثال په توګه، په امریکا کې د شتمنیو کنګل کول یا د مالي ادارو هڅول چې د نړیوال جنایي محکمې   سره معامله ونه کړي.

مخکې له دې، د امریکا د  نړیوال جنایي محکمې   ضد کمپاین چې د  نړیوال جنایي محکمې  څارنوالان او کارمندان یې په نښه کول وو په نړیواله کچه وغندل شول. د اسرائیلو پرته، هیڅ لویدیځ ډیموکراسۍ یا د امریکا متحد د دې کمپاین ملاتړ ونه کړ.

دا ځل، په ځانګړې توګه په اروپا کې، د عدالت د مخنیوي لپاره د امریکا هڅې کولی شي قوي غبرګونونه رامینځته کړي، چې تمرکز یې د  نړیوال جنایي محکمې  له نیوکې څخه په قضا کې د واشنګټن لاسوهنې ته واړوي.

وپلټۍ
نړیواله تودوخه: د بشريت او ځمکې لپاره یو مهم پړاو.
یو وخت چې جرمني د نړۍ پیاوړی اقتصاد درلود، اوس په بدلېدونکي نړۍ کې ولې له ستونزو سره مخ دی؟
ایران د جګړې ضد ټرمپ او د امنیت په لټه کې دیني عالمان په یوه نازکه کرښه روان دی.
د اسرائیلو د نسل وژنې جګړه د مسلمانانو وروسته عیسویان هم په تیښته دي.
د صهیونیسټانو ترهګرۍ ته یوه کتنه چې د اسرائیلو د تاسیس لامل شوه
د ټرمپ-نتنياهو په اړيکو کې د وفادارۍ او ترينګلتيا ترمنځ نوی پړاو.
د اسرائیلو د قضاوت د بیاکتنې لپاره د نتنیاهو د هڅو تر شا حقیقت.
ایا د رسنیو شرکتونو سره د ( اوپن ای آی ) مصنوعي زیرکتیا شرکت معامله خبریالان ګمراه کولی شي؟
په روم کې کولوسیم د تورکیې د ګوبکلي تپې لرغوني خزانې نندارې ته وړاندې کوي
د ارمنستان تحریک امیزه اقدامات اذربایجان لومړني برید ته هڅوي
په تیره یوه پيړۍ کې د نارينه وو قد د ښځو په پرتله له دوه برابره ډیر اوږد شوی دی
د سږو سرطان د وختي تشخیص لپاره نوې هیلې
تورکیې د اکسیوم سپیس سره د همکارۍ د پیاوړتیا لپاره نوی تړون لاسلیک کړ
د عون او سلام په مشرۍ سره، لبنان د روښانه راتلونکي لپاره هیله لري
د نیپال د کنفو راهبانې د پنځو کلونو وروسته د عامه بیا پرانیستلو جشن لمانځي
TRT Global ته یوه نظر واخلئ. خپلې نظریات شریک کړئ!
Contact us