د لکسور والي عبدالمطلب عماره، د لوړو لرغونو اثارو شورا عمومي منشي محمد اسماعیل او مصري لرغون پوه ډاکټر زاهي حواس په ګډون په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل شول چې دا مهمې موندنې د "زاهي حواس د لرغون پېژندنې او میراث بنسټ" او د لوړولرغونو اثارو شورا اړوند ګډ لرغون پېژندنې ټیم د درې کلن کار په پایله کې ترلاسه شوي، کوم چې د۲۰۲۲ کال د سپټمبر میاشتې راهیسې په سیمه کې کیندنې کوي.
ډاکټر حواس همدا راز وویل چې د کشف شویو موندنو په منځ کې، د "وادي معبد" بنسټیز پاتې شوني شامل دي چې د ملکې حتشپسوت د معبد د اصلي دروازې په توګه پېژندل کیږي، او همدارنګه د حتشپسوت ددورې نادر او بې ساري نقش شوي لوحې هم شاملې دي. ټینګار وشو چې دا لوحې د مجسمه سازۍ د هنر له ډېرو ښکلو بېلګو څخه دي چې په مصري موزیمونو کې یې ډېرې لږې بېلګې شته.
سربېره پر دې، ویل شوي چې موندل شوې لوحې د وادي معبد د پاتې شونو تر ټولو ښه ساتل شوې برخې دي، کوم چې د رمسیس په دوره او د ۱۹مې کورنۍ (۱۲۹۲-۱۱۸۶ ق.م) په دوران کې تخریب شوي دي.
دا کشفونه د لرغوني مصري تمدن تاریخ ته اشاره کوي او یو ځل بیا ثابتوي چې د لکسور سیمه د بې ساري اثارو ډکه ده او د نړۍ له هر ګوټ څخه د څېړونکو او لیدونکو پاملرنه راجلبوي.